TR_ Zo ghodey

طنز

محمود نظری

 

 

زه غدوی سالار ته رایه ورکوم؟!

 

زه خپله رایه ډبل عبدالله ته ورکوم

دغلاومبتکر اوسر بر اه ته ورکوم

په هغه چې راتاو ټوله تالا والا  دي

  رایه بې نوره عطا او بسم الله ته ورکوم

هغه چې کابل یی وران او تالا کړ

رایه هغه دغم ارکیسترا ته ورکوم

هغه چې په پښتنویې  وکړه دمړو  نڅاه

 رایه محقیق او دهغه مافیا ته ورکوم

هغه پر شپشتو سپاره    میر اخورانو

 رایه قانوني او صالح امرالله ته ورکوم

هغه د هزاره د وژولو او ایران چاکر

 رایه ببر سیاف او اسمعیل پاتا ته ورکوم

 ددې واده د تورو مرچو یې قیاس کړه

    رایه کمودته نه بیت الخلا ته  ورکوم

 دا وطن په ښو خلکو کله جوړیږي

  خپله رایه توردیب او توره بلاته ورکوم

چې دزرو ګړۍ یې وی د نیم میلیون ډالرو

 زه رایه طلایی مرغی  نه الپي الا ورکوم

 چې تر ټولو ښه تجربه   دوطن  دچور ولري

 رایه هغه  لا دوا ، الابلا او باو بلا ته ورکوم

 موږ دا  دیرش کاله  ولس په  ژړا روزدکړی

خپله رایه د  زور اوچور مارشال لا ته ورکوم

چې د مقاومت په نامه یې  وچیچی دا هیواد

خپله  رایه د امریکا راوستي اوبا ته ورکوم

بهر  خلک په ړوندو کې یو سترګی غوروي

زه خپله رایه  په بینایانو کې  بټا ته ورکوم

همدا زما توپیر دی له نورو  خلکوسره

رایه نور پاکي ته زه یې  ناولتیا ته ورکوم

خلک وایي د ازمایلو بیا ازمایل ختا ده

زه رایه  هغه ازمایلی ماشاء الله ته ورکوم

 خلک  خپله رایه ښه پوه خلکو ته ورکوي

زه نر خپله رایه لوی غله آغا ته ورکوم

پوهیږم چې راغلې ده غله دیموکراسۍ

زه  خپله رایه  دچور ونډه والا ته ورکوم

هغه چې ما آباد وي زماهغه په کار دي

خپله رایه کله د وطن آباد والاته ورکوم

 زه بچی ددې وطن نه یم بدل افغان یم

 رایه دستش درد نه کنه عبداله ته ورکوم

 

 

پاتا ( دسرکښو مشر )، بټا( یو سترګی)