TR _ Wazjal

طنز

محمود نظری

 

وژل وژل

 

هر بد سړی چې مړ سي ښه سړی سي

ځکه څوک  دې وطن ته خدمت نه کوي

ددنیا سپي له مړینې وروسته سړي سي

چې خاین نه وي خلک یې زیارت نه کوي

 

څوک مو په مسلماني څوک مو په ډیموکراسي وژني

څوک مو په دینداري څوک مو په بې دیني وژني

 موخه د ټولو  واک ، زر   او ډالر پلشته ده

څوک مو به توپک څوک مو په پانسي وژني

 دا وطن والاکه تر هغه وخته  جوړ سي

څوک مو په لونګۍ څوک موپه وردي وژني

 هر څوک د بې ګناه خلکو په وژولو کې لاس لري

 څوک مو په خپله څوک مو په پردي وژني

 وایي وژنو  تر هغه وژنو چې پښتون ختم سي

 بد مسلمان  مو بیا په ښه مسلماني وژني

 اوس ددې وطن جنګ تر دې ځایه ورسیده

‎څوک موپه ویلو د پښتو او څوک مو په  دري وژني

 وژل وژل دي څه توپیر نه لري د بم او که  انتحاري

 څوک مو قانوني څوک مو غیر قانوني وژني

 داشغال مسله نسته اصلي مسله د واک ده

بیواکه  موپه انتحاري او واکداره مو په قاضي وژني