TR _ Wakadaro

طنز

محمود نظری

 

 واکداره موږکان

 

 زه یم وطن  زمابزرګان په هډ سوي مردار

 په ما مین  زامن دهغو سوي رکابدار

 دلته لوټماران په اهلیت مقرریږي

  زما د شتو  پټولو ته سوي وژ مردار 

ټول وزیران مي ګوره سوي نمک مردار

دغنمو دجوال موږ کان سوي واکدار

 

***

داوښکو توپان

 

دا خلک نه توپ لري نه هاوان

د هغو اوښکې محلو ته سي توپان

دا توپان په سترګو نه لیدل کیږي

نمرود وژني په ګاوله دخپل پاسبان

***

دلته بډي اواختلاس سوی په شرعه    روا

چې دی لاس رسي درته ده په شرعه    روا

دهغه چا چې نه  رسي لاس انګور وته

 هغه دي وايي شراب نه دی  په شرعه روا

 

***

دعطرو دبوتل سره ما درته خلاص کړ

نور د باد کار دی دهغه خپرول او شندل

ما دبسلمان په سیاست ستا سر خلاص کړ

 

نور دي عقل پوهیږي  او دهغه ټاکل