TR _ Wah Wah

طنز

محمود نظری

 

واه واه دا ده زموږ مسلکي کابینه؟!

 

 رښتیا تر ټوله دنیا ده ښه  زموږ  مسلکي کابینه

دبې عقلانو لپاره  ده  ښه ماستر ډاکټري کابینه

دپوهانو لپاره ده ښه تر ټولو  ګوسپندي کابینه

په یومسلک کې دبل مسلک چټي پټي کابینه

د ملي وحدت  دواکمنوده ښه ایسي بیسي کابینه

د  ډاکټرانو عین او غین ښه د ټګي برګي کابینه

***

مخابراتو وزیر یې دی یو دیپلومي سوداګر

د بهرنیو چارو وزیر یې دی خصوصي سوداګر

دټولنیږو چارو وزیر یې دی ریسرچي سوداګر

د سوداګري وزیر یې بیا دی دعلومو طبي چارګر

دا رښتیا داهل کار ده بلکل یوه جنګي کابینه

دډاکټرانوعین اوغین ده یوه ښه بکبکي کابینه

***

دکرنې وزیر یې د پیداکوژي دی  ښه ماستر

د پوهنې وزیر یې دسیاسي علومو دی ښه ماهر

 دعدلیې و زیریې  دسیاسي علومو دی کسبګر

دحج  وزیریې دسیاسي علمو پوه دی ښه کارګر

  دا رښتیا دسیاسي علومو ده  ښه کاري کابینه

د ډاکټرانوعین اوغین ده  یوه ښه حکیمي کابینه

***

د سرحداتو وزیر یې دشرعیاتو شهادتنامه لري

دمالیې وزیر یې  دحقوقو یوه  پاس نامه لري

دروغتیا وزیر یې  په اداره کې تقدیر نامه لري

 دفوایدې عامې  وزیر یې د چاپیریال نرخنامه لري

دا رښتیا  کله  د ادې کله د آبا ده  راضي  کابینه

د ډاکټرانوعین اوغین  ده  یوه خري په خري کابینه

***

 

 رښتیا چې زموږ د ملي وحدت مشر دی متفکر

د وزیرانو په انتخاب کې دی خوراډیر سکیګر

 د ولس په سترګو کې خاوره نه اچوي دی مهتر

 دا ملي وحدت خوار ولس ته کله   دی تیز  نښتر

دا رښتیا چې دمتفکرانو ده غیر مسلکي کابینه

د ډاکټرانوعین اوغین ده  پوره سیاسي کابینه

***

 «نظري» که مهتر دی که کهتر دی دیو بل بدتر دی

په دې کابینه په خلکو ماتم  ،په دولت سم اختر دی

موږ نه  پوهیدو چې حکومت مو دومره تورتر  دی

خدای دي غرق کړي هغه دوست چې دومره ترپر دی

رښتیا چې دا  وطن اوخلکو ته ده   ډیره سمي کابینه

د ډاکټرانو  عین اوغین ده یوه سمه  ددښمني کابینه

***

په دا لږ وخت کې یې څنګه پیدا کړه  دالړمون خړویني؟!

په مرکه کې یې  دهغو له مسلکه هم وکړې پوښتنې؟!

ته پوهیږي چې نامسلکه وزیران  دي ملت ته مرګوني؟!

تا په هغه وعدو چې کړي  په دې کارو یې رښتیني ؟!

رښتیا چې دا  وطن اوخلکو ته ده   ملاشیني کابینه

د ډاکټرانو  عین اوغین ده ولس ته د زړه شیني کابینه

خري په خري ( برابري)، حکیمي( یوناني طبابت)، تر پر( ناراسته ) ، تورتر (بدنام)

سکیګر (هنری پوه). بکبکی(فضول، عبث)