TR _ Shoola

طنز

محمود نظری

 

 

شوله که سوله

 

وطن په منګولو کې نیولی څو وطنفروشانو

وطن تر پښو لاندې کړی  خالصو اصلي سقاویانو

شعار یې دی یوازې چور ، چور ،چور ، چور

په دې لاره کې  موږجار  سو دجهاد د طالبانو

 

واده دی کله په قطر ،مسکو او اسلام ابادکې

زوم  ناست دی د دښمن په خان اباد کې

واده باندې خوشحاله نه دي پلار وکیل

هغه  دلال  ناست دی په اسلام اباد کي

 

 

سوله د طالب سره دبسوګۍ واده سو

ورته پلار وکیل  بیا  هغه دښن بیګانه سو

هر وطن خپل غلامان ورته رابولي

نه پوهیږوڅوک  دچا لخوا میلمه سو

هر يخواته او  هرې لور ته  یې چې پلټو

زوم درک نه لري پلار وکیل یې هر دله سو

دنیا نه غواړي دلته  سم نظام جوړ سي

دښه وطن په لټه لږاباد وطن چپه سو