TR _ Shokar Reshwaat

طنز

محمود نظري

 

! شکر رشوت ورک سو

 

د وزیرانو د سلو زومانو ناوې  شورا دخپل نړۍ لید اوولس ته د چوپړ په اساس د بډواخیستونکو د دوباره له پوسته  نه څڅولواو په یوه دړدنګ د کارو د خلاصيدو په پار بیا یوخر اوبو ته پوري وهئ او په دې ډول یې خوار ولس له لی په لی ګرځیدو څخه وژغورئ ددې فرمان په  اوریدو  دپوه خلکو خولې اسمان ته وختي،  هغه فرمان داسې دی :

 په هر وزارت کې  دي د رشوت دبد او کرغیړن نوم  د ورکیدو اودرشوت د مخنیوی لپاره  یو دفتر د کمشن کار په نامه جوړ سي او وروسته تر دې دی  ټوله قانوني  او غیر قانوني کارونه له دې دفتر  لخوا تر سره کیږي .

هر وزیر او رییس ، قاضي او ښاروال  او ...کولای سي دا څوکۍ  خپل اعتمادي استازی ته  ورکړي  ، چې نور له دولته درشوت د نوم ټغر ټول سي .

 امید نور خلک د کارمندانو خولې ور خوږی نه کړي ،هغو ته پورته کښته نسي  خپل اود هغوایمان وساتي ، زموږ په دین کې رشوت ته بد ویل سوی دی ،موږ هم  باید هغه ته بد و وايو، ددې  کمیشن کارو دفترونو ورونه   دهرچا پر مخ پېنځه ویشت ساعته   خلاص دي  .

 اوس د هر وزارت مخ ته یو لوحه مښتې ده :

کمیشن کار ستاسو هر ناشوني معامله ، غلطې دعواوي،غیر قانوني کارونه

په یو دړدنګ درخلاصوي او هر ممکن کار ناممکن کوي، نور مو کارمن د رشوت په خاطر د دتور ګلاب پسې نه استوي ، کار لاس په لستوڼي خلاصیږي. خدای دي راوله.

 

 

درمخه به یو قانوني مانوني  کار په واسطه ماسطه کیدی اوس نو د کمیشن کار و د بڼکو شکولو ته ځان   ټینګ کړئ ،د رشوت جامه هم الیشه سوه اوس د هرکار  د امرلپاره ډالري  بیه ایښول شوې ده  . ځان ورته ټینګ کړه !

 

 

کنایې :

[ بڼکې شکول ] څوک ځورول،[ جامه الیشول ]څیره بدلول،[ خوله آسمان ته ختل ] حیران پاته کیدل، [ خوله ورخوږول ] رشوت ورکول ،[د سلو زومانو ناوې] تجربه کار .