TR _ Sherk

طنز

محمود  نظری

 

شیرک سوي موږکان

 

ملا چرګک عطا یې وویښت حلال يې نه کړ ترې مردار سو

 د وراسته، خوسا  او پسکن  بوی يي سږی پرې پرې  د مزار سو

  له ډیر جنجاله وروسته د ګازي تذکرې تمام قانوني کار سو

په ډیر ځنډ یې بیا د ایراني جاسوسي خارښتي باند را بیدار سو

 

 په دې ملک کې په ټولو ملي شیانو پیدا سوی ولي جنجال دی ؟

ځکه تر اصلي وطنپال دلته اصلي  دښمن پال  خورا ډیر فعال دی

هر څوک چې په دې وطن کې اوسیږي هغه  قانوني افغان دی

 ایراني مرییان دافغان  د بې غیرتي وایي دا وطن اصلي خراسان دی

 

د وطن  دیووالي لپاره له دښمنانو سره فوري بوکسي جهاد روا دی

ځکه وطن کې اوس وطنپال ګونګ ، خاین او بد زاد  ګویا   دی

راویښ  سه ملته ددې اصلي دښمنانو په خوله داستاد هاشم طبله ووهه

هرچیري چي داسې سر زقومان  وینې په توره  سر دهغه بدجوله ووهه

 

 

 

 

د یوې  ډلې غلو دلته یوازې موخه غلا د بې خاونده  ملت ثروت   دي

دحیرتان ، تورخم او سپین بولدک د بندرونو نیمه غلا ورته غنیمت دي

دا د پیسو غله دي، خدای دي مو ساتې د تاریخي یوالی له  غلو څخه

هغه افعي ماران  زموږماشونانو ته   منصور پدرام رحیمي اوفطرت دي

 

دا ایراني موږکان زموږ دبې غوري  په دې وطن کې سول ډیر شیرک

په موږ د زمري اکت کوي دا د ډیموکراسۍ  په میو مست هر موږک

د زاکاني د منظومې هغه توره  پیشو دا پردي مست موږکان غواړي

ښه بې پروا زورور  او سرې سترګې افغانان   دا پاسوګان غواړي

 

پاسوګان ( رذیلان)