TR _ Seyasat

محمود نظری

 طنز

 

سیاست مداره ښځه

 

ښځو مړونه مو ساتئ تل ماړه

کنه هر کله به وي شخړه دنګله

که غواړئ ورځ مواختر شپه موسي برات

تل ساتئ هغو لکه د یخچال خواړه ساړه

***

که کوم شی غواړې له میړه

ښه وخت دغوښتلو وپيژنه

هر وخت شی مه غواړه

لږ ته هم سیاست زده کړه

دګل مرجان سیا ست مه چلوه

هغه کوي دمردارې ښځې کړه

***

لکه تڼا مه کیږه را باندې  غوسه

خیر که قانوني  ستا ډیر یم بې وسه

ما اوتا دواړه بندګان د یو الله یو

خیر چې ته زما یې ډیره واکمنه

خیر چې ستاسوحق څوچنده دی

او د ښځو مرییان سوي نارینه

خیر که اوس دنیا ده بدله سوې

ټول واک سوی ستاسو په قبضه

 توبه توبه خیر چې زما میرمن یې 

زما یو ه خبره یو وار خو واوره