TR _ Sapka

طنز

محمود نظری

 

 

سپک خلک

 

یو من پنبه اویومن وسپنه ګوره

وسپنه لاندې ځي پنبه داوبو پرسر

دا د طبیعت سمه نا برابري ګوره

ورته  دوه هم وزنه نه دي سره برابر

پوکي چلیږي همداسې په دنیا کې

وچ لرګي وینې چې  تل ځي د  اوبوپر سر

ډبرې تل د اوبو به تل کي پرېول کیږي

ځګ او خاشاک وځي له هر ې مورۍ بهر

هر سړې لس پاچاهان  لیدلي ژوند کې

 د اشغال پاچاهان لکه خلپل ځي د اوبو پر سر

 

که له  غلو سره یارانه کوې په جیبو دي پام کوه 

 که د شرابیانو سره ګذاره  کوي ستاینه د جام کوه  

 دا دنیا ټوله دغلا، خیانت ،  فساد او فریب ده

که سیاست کوې  تل  دپردو  دلته کار د غلام کوه

 حرام حلال کلیمات ان تشناب کې کاروه خیټه ډکوه

چې د وطن پرستي کوم  کار سو  اکت د زکام کوه

د وطن پرستي غټي غټي خبرې لکه غر او فیل کوه

بهر کې هوټلونه جوړوه دننه لوی غله ته سلام کوه

بریالی ډله دې وطن کې ان د ویجاړي لپاره  اتفاق لري

 د هغه چا چې اتفاق نسته په هغه فکر د خام کوه

خلک مړه کړه وطن چور کړه  مګردبل غلامي کوه

هر  بد  او کرغیړن کار دپاره د واک او  ښه نام کوه

چي بادار یې غوسه سي یو یوپه مرمیو سوری سوری کړي

 چوپ سه دا د بادار حق دی دې قانون ته احترام کوه

 

افغانه!   دې غلو اومرییانو هر څه درڅخه یووړه

اوس بس  د خپل وطن ساتل د ننګ او نام کوه

ددې مرییانو په شتون خدایږو که دا وطن ودان سي

هر یو چې وینې ورته یو عسکري غوړ سلام کوه