TR _ Sapahey

طنز

محمود نظری

 

سپاهي چې جنرال وهلای سي

 

 چې دسقاو زوی پر تخت ووهله ګونډه

خپل ټول غله یې را ټول کړه بیله ځنډه

دټول ملک څوکۍ یې په هغو وویشلې

هر یوه ته یې ورکړه غټه ډنډه غټه ونډه

یو میاشت وروسته یې را پیدا سو یو یار

 چی دغلا په مرداریویې کړې وه غټه ګېډه

دسقاو زوی له نظره تیره کړه ټوله خپله اداره

 په ملک کې یې  یو ه خالي پاته نه وه څنډه

 ول تاته درکوم د کولمو مي راوتلی یوبست

سپاهي یې وهلای سې  جنرال په چپلاغه ډاډه

 ددې بې قانونه  بست نوم سو هغه وخت کشر مشر

 نن یې څوک سلاکار څوک مشاور څوک  بولي لونډه

تنخاه یې د ستر جنرال ده کار يې د دروازې پهر ه

دا د ښه حکومتداري لپاره ده یوه  ښه پروپاګنډه

***

 ددې څوکۍدجوړولو مواد نسته په کوم  قانون کې

 تنخواه اخلي ډیره،  ښځه ده،  نه مړوښه نه کونډه

نه یې کار مالوم دی نه یې بار مالوم دی  کوم چاته

څوک  یې په خوله  نه کوي  ولي کله کله هوایي باډه

نه یې سن په کار دی نه یې زده کړه  نه  یې تجربه

 پروا نه لري که زوړ وي یا یې   ډایپر وي په روډه

 په نورو ملکونو کې خوړین پروفیسر سي مشاور

فکر يې چلیږي خو فزیکي حالت یې نه وي ډاډه

یوازې باچا یې یو دوه لري پاخه  او پوه مشاوران

 دلته هر نا پوه  واکمن له شلو  ډیر لري نا پوه لونډه

دلته د تي  ماشوم مشاور د عوا عوا کیدای سي

هم کیدای سي یومشاورسي په تړولو کې د ګانډه

  دلته هم هر واکمن چې پیدا کړې دغلاکوم ورک یار

 هغه مشاورکړي  چې رسنیو ته سي غالبوزه ټنډه

***

  دمشاور تعداد تنخواه اوامتیازاتو ته  نسته کوم قانون

نه سته دمشاور  دمقرریدو  کومه لایحه اوقانوني ډیډه

که نر وي که ښځه، دتي ماشوم وي یا دعزرایل میلمه

پروا نه لري  که جنګي  هګۍ وي سرک  یاپچک  یا انډه

پروا نه لري که ماغزه نه لري  یا  لیونی  وي یا بې سواده

 باید د واکمن وي  اشنا او ورسره ولري  ښه اړي ګډه

 داچې واکمن مو بې عقلان دي باید ولري مشاوران

 باید ورسره پورته کړي  له هغو سره د خیانت جنډه

 دوطن بودجه باید همداسې  سي قانوني ټوله مصرف

کنه دا مسلکي وزیران کله لګولای سي  ټوله چنډه

دا ښه کار دی چې ماړه کړي خپل نا پوه بیکاره دوستان

که  بل خیانت نه کوي دا هم ده دولت ته یوه  مالی سکونډه

داچې هر قصاب مشاوران لري بیا هم  تل غواسي  مرداره

 که فټبال وي یا والیبال وي اخیر له هغه جوړ ه سي ټوپ ډنډه

ګیله مه کوه( نظری) ددې دپردوپه زور راغلی ناپوه متفکرانو

 خره تل خره کړی  مشاوران

 

 

ګانډه ( پرتوګاښ ) ،رنډه ( مړوښه )،بونډه( مسته پیغله) ، انډا( دهغه پخي جنګي هګۍ چې دواړې خواوي یې ماتي وي  )، اړي ګډه ( اړیکه)، روډه ( غټه کولمه)، ډیډه ( اساس)، لونډه ( اواره ګرد)، باډه( لافه)