TR _ Payo

طنز

محمود نظري

۲۰۱۵-۳-۲۲

 

!په یو ګل پسرلی کیږي؟

 

په یوه  توتکۍ کله کیږي پسرلی؟!

په  دوه - درې ګله کیږي پسرلی؟!

هغه شنه باغونه څه سوه ستا د پسرلي؟

توبه توبه په کارغانو کله کیږي پسرلی

***

زه ډیر  وینم  په دې کابینه کې اهلیت

ټول اهل د کار دي لکه دفاسد دولت

 شریکان راټول سوي په سهامي شرکت

 هر کاروباري معرفي کړی خپل پل غلت

***

په وړه څوکۍ لوی شخصیت سي پست

لکه پر ګیند چې ولاړ وي دسرکس  پیل

 شخصیت  دلته  بې مقام بوله سر لوړی

لکه په ځنګله چې ګرځي د کمر کس پیل

 

***

دلته هر مشرپه خپل غشي اوروي

دبل  له ډاره  په خپل غشي اوروي

که غواړي چې یو غل  کړي لیري

په یو غل اودوه خپل غشي اوروي

***

موږ سم بینا یو سپین سپین خړ خړ وینو

نه یو ګیدړان  چې له یوه سر هر شی خړ وینو

موږ خبرو ته نه ګورو دمشرانو کړو ته ګورو

خړ پوه روښانه مصلحتي سپین پسه خړ وینو

***

څه هغه ستا رسالت سو؟

؟ اخیر ولي بیا مصلحت سو

بې زوره پوه په درد نه خوري

دکرزي لالا  دغلوبیا سلسلت سو

سلسلت ( دبدبه)

***

هیره دې ډیره سوې ده

شمع  درنه مړه سوې ده

 هر شی سر چپه وینې

 لاره درنه ورکه  سوې ده

***