TR _ Pakha

طنز

محمود نظری

  

 فحاشي

 

وزیر چې  برطرف سي وایي دې دولت کې فحاشي ده

 معین چې برطرف سي وایي دې دولت کې مرداري ده

هر یو چې  په واک وي  وايي خورا  دې  وطن کې ابادي ده

 وايي خلک تر پزې ماړه دي  ډیره کراره کراري  او آرامي ده

 خلک وايي هیڅ کار  بې زور ، واسطې او رشوت نه کیږي

هر غریب او خوار وايي  دلته له حده  ډیره زورزیاتي ده

دولت وايي همدا  هوبه هو د شرق ډیموکراسي ده

 عوام وايي دلته پرڅوکۍ سمه کچ غیږه او زور ازمايي ده

« نظری»  وايي په دي لوبو کې یوازې چټاک اول نمره دی

ځکه دلته  کامیابي  د خپل ځان په پرتوګ ښویي ده

چې سیاست کې د ځان اوبل په پرتوګ استلو نه شرمیږي

دهغه ستر چټاک په هره ملي لوبه کې هرومرو کامیابي ده