TR _ Narohga Seyasat

طنز

محمود نظری

 

ناروغه سیاست

 

 د وزیرانو غونډه وه ،رییس صایب  نا وخته کړ، وزیرانو چې ولیدل رییس نسته نه یوبل یې په دوسیو ویښتل پيل کړه، یوه بیا  ټیپ ته یو کسټ واچوی او ډانس یې ورته پیل کړ، بل تلویزیون چالان کړ هغه ته يې لاسونه غوځول پیل کړه...

  په همدې وخت کې رییس صایب  تالار ته  ننوت ،یوه دوسیه د هغه په سر هم وموښته

ټول چوپ سوه،هغه  وزیرانو ته تر خبرو تر چپنې لاندې ویل: 

کاشکې زما تر راتګه  مود وطن د کوپي کشي په هکله خبرې اتري کړی وای  اوپه هرو کالو کې چې یاست خپل وطني  ساز  ته مو نڅاه کولای،که څه خوښه مو  نه وای،چې د خلکو باور درباندې راغلی وای ،چې افغانان یاست  په  پټه بیا هر څه چې کوئ .  رشوت واخلئ خو بلند منزلونه جوړ کړئ، چې وطن مو مترقي سي...

خیر که ولس مو ړوند دی او چپنکې ته یې رایه ورکړې ده.

  یو لاس پورته کړ، رییس صایب ورته وویل:  ته خو بیغې  خبرې مه کوه هرومرو وایې خلکو کله رایه درکړه  ،خپله مو سندوکان  ډک کړه، تا خو بیخي خبرې  نه دي زده   ، دغه ددنیا سیاست دی  هر یو چې زور وي هغه د خلکو په نامه  سندوکونه ډکوي .

ملل متحد د برابري نارې وهي اوا تومي  هیوادونه یې د امنیت دشورا ی د ویتو غړي دي

مرستیال یې ورته ویل : بس ته لکه ماته را دیو بیا چالانه سوې!

 بله دوشنبه چې ارګمشر د غونډې دتالار ترڅنګ تیریده،  دملی اټن نغمه ږِغیده ،  د دې لپاره چې ساتونکو ته وښيي چې ان  وزیران  یې افغانان دي ، ان  دده خبره یې منلې  ده،  ډیر خوشاله سو، په نڅاه نڅاه دغونډې  دتالار ور يې  پوری وهه ،

دټولو وزیرانو غوږۍ په غوږو کې وې  ، هر یو قومي توري عینکې  پر سترګو خپل ساز ته په پټو سترګو نڅیده .

 د رییس صایب  چغواو نارو هیڅ ګټه نه کوله

 رییس صایب خپله اټن ته په نڅاه سو که څه خوند یې نه ورکوه.

ډیره خوندره فضا وه یو اټن ته شل ډوله نڅاه کیده، څوک  آهسته برو وه، څوک چچه چه، چا میده ډانس او څوک په بندري نڅاه بوخت و...

 هر یوه د خپلو ببولالو سره سر ښوروی.

 

دیو غله زوی له غلا سره د خلکو کالي ایستل

خلکو په دعا کې د هغه پلار ته جنتونه غوښتل

خدایه دا زموږ یوم البدتر کې یوم البهتر

نه چې پای موسي کفن کشو ته دعا کول