TR _ Nar

طنز

محمود نظری

نرښځیان

 

ولي فرمان ورکوې چې جنتر منتر دي نه چلیږي

بې تیلو دیزلي موټر په زورد اکسلېټر کله چلیږي

نن يي برطرف کړې سبا شک پر څوکۍ ناست  وي

په بدل  لوټ دسیاست د برېښنا مېټر کله چلیږي

هغه دي  چې برطرف کړه  هغه لا نیغ ناست دي

ستا دا اوومه  ووده پرمیږي ښانګه ور کله چلیږي

ووده سمه  پخه کړه یا پریږده دا  دچوف ملايي

ووده  دي په لړم  او اجراییه جوکر کله چلیږي

نن فرمان سبا پټه خوله لږ شرم دی

په نرانو کې دلته  نیم نر کله چلیږي

کالي د خپل قد او اندام  په اندازه  دومره پاک مه ګنډه

په دې پاک ملک کې تر  ټولو په مرداریوککړ پکړښه چلیږي

خبرې دخپلې تنګې خولې لکه سمسارې دخولې په اندازه کوه

په دې بې پلار او نیکه خلکو کې روشنفکر کله چلیږي

په دې خوار وطن کې هر چیلي هر څه وچلول

تر اوسه لا پتلون کښته تر نېکر ښه چلیږي