TR _ Nananay 3

طنز

محمود نظری

 

نننۍ ترمینالوژي (۳)

سیاستمداران

هغوی دي چې یوازې یې په څوکیو دي ناندرۍ

ټول عمریې د څوکیو لپاره دي خوارۍ زارۍ

هغه چې دسترګو یې خلاصي سوي دي دحیا تڼۍ

سروکال یې بل کار نه وي بېله په ځان وهل  ډرۍ

***

څوکۍ

داسې یو شی دی لکه د لوبو سامان

په هغه تل په لوبو اخته وي واکمنان

ماشوم کله دلوبو شی چاته ته ورکوي

نه چې زموږ واکمنان سوي ماشومان

***

اشغال  ملک

هلته د شپي تلاشي   د ورځي بمبار وي

په هغه کورکې یوازې  پردي واکدار وي

دهغو خلکو نظارت کوي له فضا دوړن

هلته  یوازې  یوازې دپردو دار مدار وي

***

محاکمه

هغه چې زموږ په وطن کې درک نه لري

که وي هم د جرم دپوښتنې مامورک نه لري

چې مجرم واکمن وي جزا چا ته په کار ده

دمجرمو په عدالت کې څوک شک رک نه لري

شک رک( ګمان)

***

ملي وحدت

 

لږ یې انتخابي

څه لږ یې انتصابي

 تر منځ یې رسۍ ده

دواړو خوایې کښوي

**؛*

ښه ګاونډ

 

هغه چې وایي راځئ خر په چم کې پاچا کړو

هغه تشویق غلامي ته دځان  اودنیا کړو

هلته هیڅ وخت د سولې کوتره نه پریږدو

دهغو دقومونو یوالی باید سره جلا کړو

***

ولسمشر

 

 هغه چې  په ټولوکې درواغجن وي

په خپلو وعدو کې پوره چنجن وي

 څه چې وایي هغه هیڅکله هم نه کوي

تل دواک د غځیدو ګرومجن وي

یا هغه چې په وعدو کې باسورجن وي

 د بهانو په عملیاتو کې نامتو سرجن وي

 چې د ارګ د نازونعمت خوند وویني

بیا ملت له هغه هغه له ملت  کرکجن وي

 

باسورجن( مست اوښ)،