TR _ Merasey

طنز

محمود نظری

 

 

میراثی جمهوریت

 

  ددې وطن پتنه ګر ته یې ته

ماتهمشر  بل ته کشر ته یې ته

د وطن ټوله خلک مړه دي

په کې ژوندی یوسر ته یې ته

دلته ټول ړانده ژوند کوي

دوطن یو سترګه ورته یې ته

ولس ټوله نندارچیان دي

په کې مداري ژبه ور ته یې ته

ستا په توبره کې هر څه سته

د سولېجنګ مبتکر ته یې ته

اوبه د  خبرو په ګوړې شربتوي

دجګړې دومبک ګر ته یې ته

رنګارنګ پوړۍدي کتارکړې

دهر دردوغم لا  بدترته یې ته

په خبرو دي میدان تود ساتلی

هم مداري هم کیسه بر ته یې ته

وایې مار او نولۍ په جنګ اچوم

دټولو جنګرو پیغامبر ته یې ته

کله د غلو  مشر سې کله کشر

دټولو خاینانو رهبر ته یې ته

ټوله شاه شجاعان دي شرمولي

له اره  د وطن ویشګر ته یې ته

غله دي ټوله دلته واکمنان کړه

دهغو سبب د دې جبر ته یې ته

دلته دي میراثي کړ جمهوریت

دولت سره د زنا بالجبر ته یې ته

د مرداریو  ټولول ديګران دي

ددې ټولو بدبویو عنبر ته یې ته

دمسعود طوافونه په یاد کړه

دبهاوالدین بسکر ته یې ته

وطن دي وویشی په شیر او پسه

د وطن دکلتورابتر ته یې ته

هغه ټاکنې دشورا په یاد کړه

دقضا دفیصلې کرپر ته یې ته

تا مقامونه کړه دومره کښته

دناهلو ترانسفامر ته یې  ته

دپنجشیر کلینردی کړ جنرال

دهغواصلي سرلښکر ته  یې ته

بس که نور دډاګه ووله کونه

ددې ټولو خیانتو  زنبر ته یې ته

 دولس سره دموړ میرې کوې

د ټولو خاینانو ناز بر ته یې ته

هر یو ځان ته ورکوي مارشالي

نوروته بت موږ ته تبر ته یې ته

وطن راتلونکي ته دي پام نسته

 دځان د بقا په فکر ته یې ته

 ژر دي بونه ټولوه نوربس ده

دټوله پښتون تباه ګر  ته یې ته

یو بله غونډۍ تاته  پاته ده

دهغه خاوندد قبر ته یې ته

***

کرپر( بکواس)؛ترپر(ناراسته)، بسکر(اجرتی قاتل)،