TR _ Mawazey

طنز

محمود نظری

 

موازي حکومت

 

غني زه  ستا سره حکومت موازي جوړوم

په ارګ کې بیا ستا سره دفتر مساوي جوړوم

 زه بل څه ددې ساده بوله خلکو نه غواړم

 له رحیمي څخه څارنوال یا قاضي جوړوم

که موزه قبول نه کړم  په خپله خوښه پاچا

په ټول هیواد کې هر خوا هوایي ډزي جوړوم

خیر که ما پنځوس په سلو کی رایې نه دي وړي

 زه دلته یو ښه حکومت د بورژوازي جوړوم

 زما عصري دفترونه په کار نه دي  که مرسته نه وي

زه په دفترونه  کې دپرو  ډک ګړبوزي جوړوم

ما د ګران دوستم سره  دا وعده کړی

 دهغه زوړ لواط څخه    څلوروریزي جوړوم

دهغه چې نومونه بد سوي  زما د ښو غلو یارانو

 دهغو لپاره د سرو  زرو  نوی پزي جوړوم

 د قومونو تر منځ د نفاق  مړو سکروټو ته

 ډیر ښه وطنی پوپکي  ببوزي جوړوم

 که چا  زه  ونه منلم په ټول هیواد کې

چي حلال مو نه کړي له دوستانو سرکوزي جوړوم

 تر هغه وخته چې تاسو ماته وایاست پاچا سلامت

زه لکه مچي په ټولو رسنیو کې   بوزبوزي جوروم

 

 

څلوروریزی ( نوی ځوان چي نوی برېتونه يي راغلی وی  ) بوزبوزی (دمچیو ږغونه) ،ببوزی( پکه ) ،ګربوزی( بالښت)