TR _ Marrey

طنز

محمود نظری

 

  

مړې پړې سترګې

 

 جار سم ستا لکه سویی دا رډي مډي  سترګې

جا رسم ستا دکروتو لپاره  دا ټیټی میټي سترګې

ته خو نه  موږ ستا په کړو  مړو ډیر شرمیږو

 جا رسم ستا  دقدرت  لپاره دا ویتي  میتي سترګې

داسې خبرې کوې څوک له ورایه پوهیږي درواغ وايې

جارسم  ستا  داده دعوه جلابي  وچي  مچي سترګې

له نکټايي سره دخلکو په په پزو  لکه کرونا ننوځې

جار سم ستا دغوښو لپاره  دا وږي  مږي سترګې

سترګې مې لیدلی نه  دي داسې لکه دا ستا سترګې

 جار سم دښکار  لپاره داستا رټي مټي سترګې

اوریدلي مو دي چغر، بیجیا ، کاجر او چچړ

 په تاریخ کې نه دي راغلي لکه ستا داسې چوغي موغي سترګې

دبایللو غورځنګ چې داسې وي  دګټلو به څنګه وي

جار سم  بیابیا  ستا درواغو ویلو دا اېغي  مغي سترګې

ستا د بایللو بیان چې داسې وي  دګټلو به دي څنګه وي

 جار سم ستا د چور لپاره  داجنګي منګي سترګې

چي د بګیل سترګې داسې وي د وړونکي به څنګه وي

جار سم دمقام لپاره  دا ستانېغي  ګلمرجاني سترګې

په ټولو سترګو کې دي اول مقام یو وړ د بیشرمي

 جار سم په تاریخ کې ثبت سوې ستا دا سپينې سترګې

هغه چې ځان نارینه بولي او  ښه سینګار  مینګارکوي

دهغه نارینه باید وي لکه ستا  ډیری کمینې  سترګې