TR _ Machiney

طنز

محمود نظری

۲۷-۰۶-۲۰۱۵

 

ماشیني جنرالان

 

هغه وطن چې لري لکه چرګوټي ماشیني جنرالان

  په روپی درې پلورل کیږی دا رښتیني  جنرالان

د وطن د امنیت او دهغو د اهلیت دی خدای ساته

 چې یو لک عسکر یې ساتي همدا  ملاشینی جنرالان

***

څوک وایي چې نه دی راغلی یو ډیر لوی پیشرفت

راغلی دی  په ګداګرو کې خورا یو ډیر لوی پیشرفت

 چیري چې ګلان شنه کیږي شکر دوی هم  شنه سوي

 دسړکو منځ کې شنه کیدل یې دی ډیر لوی پیشرفت

***

چې اجل راسي څوک یې نسي بدلولای

 ځکه وری  د شرمښ خواته په خندا ورځي

   پوه خلک هر  چیرې له طوفاته تښتي

افغانان د طوفان  خوا ته په وا وا ورځي

***

موږ په هره پېښه  جهان زنګوو

 په ځانګو کې ماشومان زنګوو

په خپله هم لکه سویی ویده یو

ځانانو نیم ویښ  په شیطان زنګوو

***

زما له طنزه  توره بلا او پیری تښتي

په ځغاسته خاین او غل سړی تښتي

ټوله هغه چې دي له مخه اوشا تو لعنت

زما له طنزه غل خپل او پردی تښتي