TR _ Loye Chaka Zoor

 طنز

محمود نظری

دلوچکي زور

 

هر زمری دوې لرې فرمان برداره ارتینې

لکه دامریکا جان کیري چي لري دلته دوې

له لیري هغو دوو ته کوي د ګوتو اشارې

ټوله ورځ ارګ کې د بنو وي نارې سورې

***

خدایه دا وطن خلاص کړی ددې  دوو بنو

دکیري  یوه  ګرانه او  بله ارزانه ددوو میرمنو

یوه یې بیخي پروا نه لري ددې وطن د زامنو

وطن یې تباه کړ په خپلو پوچو نارو اومکرونو

***

 ګرانې یې ټاکنې بایلې د بل په اوږه راغله  دا دی وجدان

 ځان يې واکمن دافغان کړ خو ځان نه  بولې ان افغان

  دګراني ټوله ورځ په مقرري جنګ دی د غلو  دوستانو

 یو بل يي نیولی له دمرغټانوښه ټینګ  دې شنو زمریانو

 دواړوله وزیره تر   پیاده ټول دفترونه ففتي ففتي کړه

ګرانې  له وزیر تر پياده خپل سل په سلو کې نظاري کړه

***

 اوس په فسادکوونکو پیل سوې د کج کشتي ده

 دګرانې او فسادیانو تر منځ له اړه ښه دوستي ده

 په دې خبره پيل سوې سمه فلمي توره جنګي ده

هر ورځ د ګرانې مرض خرابي او بهانه جویي ده

یوورځ لوچکي دوې ورځي لوچکي تر کومه لوچکي

غور او پور به تر کومه ولس اوري ددې ډول د پوکي

***

ږغ کله خوند کوي هره ورځ سهار د چینچاري

په رښتیا ډاکتر دی خبرې اترې یې دي  سم بازاري

ډیر ناز او نخرې کول کا ردی د ښځونک او جنو ټاري

 ډیرخوند کوي سړی  ډیرکوچنی سر او غټ سري

***

ګرانه غواړي چې تل واک ته  په هرډول چل راسي

د هر منتخب دولت سره  دا سنجاق او  مل راسي

ګرانې ته یوازې  دځان سینګار او دریشي معتبره ده

 پردو انډیوالانو ته يې  یوازې دهغو چل وټه بهتره ده

یوازې په ففتي ففتي نوره دهغو ګذاره کړکیژنه ده

لږ دلته لږ هلته ونډه په هره ملي معامله کې بهتره ده

***

ګرانه وایي غله زما دي د فسادضد مشر باید  و ي زما

زه  کیري ته دیره ګرانه یمه میم زور ما ټوله  باید وي زما

باید زموږ د پنځلسو کلنو لاس ته راوړنې وساتل سي

زموږبهر او دننه سرمایه اوتجارتي شرکتونه وساتل سي

 په دې  خبرو د ګرانې او ارزانې   ورېښتان شکول دي

د دسقاو دزوی د ژوندی کولو لپاره  پرتوګان کشول دي

بیله افغانه او  اسلامه د تذکرې برقي ویښل دي

 د ټاکنو په کمیسون کې ونډه ففتی ففتی غوښتل دي

***

داستقلال په مراسمو کې د  هوا له حالاتو  ښکاریږي

حبیب لله کلکانی ته داستقلال د شهید لقب ورکولکیږی

افغانانو بیا ونه کړی په دې ښو فیصلو غاو

 اخیر مو د استقلال  ستر حامي دی بچه ءسقاو

اخیر به  د ټولو په جیبوکې وي بې افغانه تذکره

هم به  ددې وطن نوم خراسان سي هم بدله پیسه

 

***

چینچاری( چورچورک)