TR _ Kolangey Chirgaan

 طنز

محمود نظری

 

کولنګي چرګان

 

موږ سیاسیون لرو مشران نه لرو

موږ سپيان لرو خوسړیان  نه لرو

 بیله غپا او خوله اچولو دهغو څه نه زده

پردو لپاره تر دې ښه چوبکیان نه لرو

 

 

جهاد دي وکړ یا نه  د خدایه خپل حساب غواړه

نه له ولسه په دې ټاپه  کباب او شراب  غواړه

په مرداري لړلې میلیاردونه ډالر دي   په خوله ومنډل

ټنبه سوې اوس  په مېنځلو لاسو  له وسله جلاب  غواړه

 

هر څه دي ددښمنانو په اشاره او امر تر سره کړه

یو څه  خو ښه کړه د خپل وطن دهوا اواب غواړه

لقبونه او مډالونه  ديلکهخره پر غاړه  ځورنډکړه

اوسوړیا د خلکو  لقب د خردعوه جلاب غواړه

 

ژوند دي تیر سو ټول په درواغو ،مکرونو او ټګیو

څه دي د  پوسکې وهلي ایمان دپاره  افتاب غواړه

بې علمي د بربادي  یو لوی  علت دی  په افغانانو کې

سیاسینو ته  په دنیا کې دبې علمي  ښهالقاب غواړه

 

تالیدي ساده خلک خپله خپل کور په بسم الله ړنګکړي

د ښو خبرو لپاره د هر لوده په غوږ کې سیماب غواړه

دښمن مو  غټان لکه ماشومان د لوبو په شیانو غولوي

 واه دهر یتیم دکور دورانولو څخه له ربه دجنت  باب غواړه

 

خوند کوي سیګار پيلوي دغلودمور  د بوغبندانو تلاشي

ولسه هر غدار خاین ته له خدايه  ډکدریاب سراب غواړه

ټول سیاسیون د هیواد سره غله او د وطن دښمنان وختل

هر یو ته د  پاک خدایه تاریخ کېدغلا  د اتل خطاب غواړه

 

دا بې ناموسه داشغال غله چې هر څه ته  تیارسی  دي

دخپل لوی باداره  لخوا  یې اخیر سم صفا بې اب غواړه

 دا کولنګیان  د ماشومانو مرداري خوري هم پسې ځغلي

دداسې کولنګیانو ته پڅه چاره د دتور قصاب غواړه

 

د ځینو خاینانو چې مړي وختل په زوره  سر دملي  غونډیو ته

د هغو د سازیانو مات  هلته خرک  او ناخونک د  ربا ب غواړه

داچې هر څوک  د ږیرې او چپنې لاندې دې ملت ته خیانت کوي

«نظری» داسې خلک ټوله دنیا ته له  ربه لوڅ او بې حجاب غواړه