TR _ Khapal

طنز

محمود نظری

 

خپله دوره تیروه اوځه

 

ددو نفرو کاندیدانو ده کیسه

چې څرنګه یوه بایله یوه وګټه

 دواړه  په پایله سوه سره وران

دواړو راوغوښت لوی شیطان

هغه ورته ولس په ونه وتاړه

 دهغه یې  پروتوګ وښوییاوه

یو یې دهغه سره بد کار وکړه

بل تړلی په ځنګل کې پرېښاوه

 

 یو بل کاندید دهغې لارې تیریده

ولس یې تړلی بې پرتوګه ولیده

له هغه یې وکړه پوښته خبره ده څه؟

هغه ټوله کیسه   ورته په زیروزور وکړه

هغه د ولس کیسې ته ویښ ویښ  کوله

دهغه حال  ته یې په ایښ پیښ کتله

  ول اخیر شیطان کړه دواړه باچاهان

له دواړو یې په غلطه کلمه یو وړ ایمان

***

ولس ول په مشري سوه  ددواړو شخړه

وایي وښتل دیو بل  سره  په واک خبره

  لوی شیطان هغوی دواړه وغلول

دواړو هڅه وکړه زما د پرتوګ ایستل

چې دولس ددردکسیه سوه په خلاصیده

کاندید دکیسې وروسته ډیر وه اسویله

هغه ویل صبر کوه دا دنیا ده داله ګوله

د هغه هم  ولاړ سو ولس یی کړ اماله

 ترې رهي سو بیله دې چې هغه کړې ایله

چي یې واریده په تفسیر د ظلم افسانه

یو بل کاندید له هغه ځایه تیریده

 دکیسه اوریدووروسته یې کړهغه کیسه

هر یو چې دهغې لارې هغه ورځ  تیریده

په ډکو سترګو يې  دهغه کیسه اوریده

ترې رهي به سو بیله دې چې هغه کړې ایله

په اوریدو یې دهغه سره کوله چاره دارتینه

اخیر ولس د ځان سره ویل زه یم باوله

دې پلورل سویو ته څه ګټه لري  زما کیسه

 لوټ سوي باید د لوټ سوي ونه کړي تمه

بل کاندید چې راغی ول ولي خبره ده څه؟

هغه ورته ویل وروره دوره تیروه او ځه

 هغه ویل څه وایی  ولسه توبه خدایه  توبه

دلږ چرت وروسته  یې وکارول خپله وسله

***

دا د اوس کاندیدان چې د ولس اوري کیسه

په خپله دوره  کې یوازی ور سره کوي جختواله

نه غواړي چې ورته وکړې ولس ټوله کیسه

 ورته وایه جیبونه ډکوه او خپله لاره نیسه

دمدنی ټولنو د دنیا درسنیو ده هم ګټه

دهر یوه جلا ده دجیب ډکولو چل وټه

په جنګ کې دا ټاکنې دي یوه  ښه وسیله

دجاسوسانو غلو په لاس ورکول د ه وسله

دوطن دخاین کار دی د ولس په ونه تاړه

دهغه پرتوګ و دښمنانو  ته ښوییاوه

حمام تود دی هر خیرن ځان کړي کیسه

 دخلکو دځور کیسه اړوي د ځان په ګټه

چې ولس اخته وي په مصیب او بشکله

تمه مه لره د کوم  فاعل  کومه مرسته

 

 

***