TR _ Kala

طنز

محمود نظری

 

کله امنیت راځي

 

 

نیم خوښ په غلامي نیم په آزادي یو

هر یو له خپلو سوچو څخه راضي یو

دواړه ځان ته ددې  وطن اتلان وایو

څه په آبادي څه خوښ په ویجاړي یو

 

د امنیت اصلي د راتلو شکل دا دی

چې مشران يې ټول اهل د کار وي

په اساس د میراث او باج  نه وي راغلي

نه يې اوریدلي ترکاڼي د بیزو کار وي

هغه وخت امنیت راځي دې وطن ته

چې رهبران مو مسلکي او غیر خرکار وي

ټول  وطن په خپلو کې ویشل سوی دی

سوله نه راځي چې هرګلان یې خار دار وي

بل اساسی علت د پښتون ملت دا دی

امنیت نه راځی چې واکدار يې مریی او غدار وي

 

دا وطن نه طالب نه مجاهد آبادولای سي

نه یې روس نه یې امریکا  او شریکان نیولای سي

د ا و طن رښتینی وطنپرسه ازاد خلک لري

هیڅ غاصب یې تر ډیره وخته للو للو کوای سي

لږروشنفکران یې    په ډالرو  پردي اخیستلای سي

لږبې سواده  په  خپل ګټه پردي جنګولای سي

دلته  هر سړی په خپل ځان یوازې مین دی

یوازې په بې عقلي کې د بل سره سیالي کولای سي