دطنزونو وب پاڼې ته ښه راغلاست
طنز
محمود نظری
جنتي یم
غلا کوم زنا کوم
وطن پلورم ګناه کوم
په هر کار کې یغماني یم
بیاهم شکر جنتي یم
په دین تجارت کوم
د کافرانو خدمت کوم
دغلو سیاستوالو زیارت کوم
زه ددنیا سیاسي یم
بیاهم شکر جنتي یم
نارې مي د وطن پلوري ووینه
د جرایمو مي آزادي ووینه
دلته مي غلا او خر سازي ووینه
زه غلام د پردي یم
بیاهم شکر جنتي یم
زما ټپوس لوړ الوته ووینه
زما د غلا وطني نخښه ووینه
زما د ټیغ خوږه وږمه ووینه
خلکو ته زه روحاني یم
بیاهم شکر جنتي یم
دهر ډول فساد ابتکار لرم
دهر ډول غلا اختیار لرم
د بې ګناه د وژلو سره کار لرم
زه ښه لوی جهادي یم
بیاهم شکر جنتي یم
ما ته افغان وژنه ډیره شرینه ده
دا د امریکا ډیموکراسۍ غلا ته اړینه ده
ارزانه تر اوبو ما ته د افغان وینه ده
زه په خدمت که دشیطان لاثاني یم
بیاهم شکر جنتي یم
افغانه ! بیا په رایه مایه مه غولیږه
له یوه غاره څو واري مه چیچل کیږه
په باټو د باټکانو نور مه خرکیږه
زه دمردارو خلکو سیزني یم
بیاهم شکر جنتي یم