TR _ Ghowre Maal

طنز

محمود نظری

 

 

غوړمال

  

غوړمال بولي څوک ښوی څوک  منجاور

څوک یې ریشمال بولي څوک یې زورور

 دغوړه مال  بل نوم دی واسیلین مال

څوک یې بوت پاک بولي  څوک یې منور

څوک یې ګوداګی بولي څوک یې پست

څوک یې برېچی بولي څوک یې خوله ور

څوک یې متملق بولي څوک یې ټالي څټ

څوک کاسه لیس بولي څوک یې غړانګور

څوک یې عمال بولي څوک یې  ژانی

څوک يې ښځه بولي  څوک  یې کوناټور

هغه چې هر واکمن  خره ته بابا وایي

هغه هر وخت سي  دلته امر او بختور

 

***

لوی سړیان درښیم دي غوړه مالان

لویه ږیره، خول پر سر او  ښه پنډاور

د سینې بر یې رستم زال وي شرمولی

په خلکو کې نه وي ترهغه بل پسورور

د مډالونو لاندې  په لاره تلای نسي

تر ماموت  فیل وي لا ډیرغوښه ور

 له کبره په لاره داسې کوږ کوږ ځي

تر هغه بل نه لیدل کیږي لوی څپړور

میږي ته به سر پورته کښته کوي

هغه سي د ټول ملت قهرمان اونومور

پر نامه به ولاړ وي ټوله ورځ  سپي ته

لکۍ به مچوي هر ګړی د هغه لیکور

 للو پتو به دسیاست ډوکټورا لري

بوټونه به یې پاکوي هغه د هرنوکر

هغه  نرچې خپله  د بل نر ښځه سي

ته هغه نر یو وار ځان ته کړه متصور

هغه څوک مه بوله  ته اصیل پښتون

چې شیدې بل ته کوي غولانځه ور

ټولو خلکو ته مالومیږي شوډنګ

همدایې دسپي ژوند دی دبل د نوکر

په کارغه  کله کرک نیول کیږي

که څه لوی تر شاهین وي پنډور

***

 که پاچا دي غوړمال وي ولسه

تر هغه خر کار دی هر چاته معتبر

مرستیال یې  ځان مارشال کړي

 هغه په خپله  کونه خپله نه وي خبر

 دا هم یو بل ‌ډول  غوړمالي ده

دې ته وایي دخپل لاس لاندې چاکر

هغه وزیر چې غوړمال   وي ولسه

په هغه مه کوه ته دکوم اصیل باور

 دغلط مارشال اهل غواړي خپله هدیره

هغه ورته ټاکي دملت دغونډۍ سر

دې ته هم  تر بیخه تالي څټ وايي

هغه بوله د نویو ښویانو تاجور

که  مسؤل د تلویزیون وي په رښتیا نر

 کله د فهیم زوی دعیادت نشر وي خبر

داسې کسان مه بوله ولسه  پښتانه

   هغه خره غوړه مالان بوله بې اثر

***

 دې غوړمالانو ته څوکۍ څه په کار ده

پستانو ته دا څوکی ښه نه دي تر  قبر

تاسو  پښتنو ته څه وکړه بوټ پاکو

 مازې  پالا ن سوي یاست د موشه خر

له  پښتون سره ولي دښمني کوئ

چې په دې څوکۍ یاست اوس مستقر

تاسو ولې وږي  ددې څوکۍ سواست

خپل نوم مو په تاریخ کې کړ دخرو ابتر

خدایه موږ دداسو غوړمالونو ساته

ځکه وطن مو د فسا د سو اول لمبر

***

یو چې ناحقه  په پښتنو تیری وکړي

غوړمال وایي خیر دی خوشامندګر

 دا بې غیرته پښتانه  بوس بادو سوه

د نظارله نومه  سره یې همزمان سي غر

بدګوري ؛خو غوړه مال  ورته چوپ وي

ددې  غوړمالانو په خبرو  مه کوه باور

هغه چې د نفاق نفاق نارې وهي

هغه مه بوله ددې میلتونو سیله ګر

 هر وخت د پښتون بې آبي ته خاندي

په هر بې آبي په هغه سي لوی اختر

 زه هغه ښوی موی  ارګمشر څه کړم

 چی د مصلحت په نامه غل کړې معتبر

 زه هغه غوړمال بې پته وزیر څه کړم

بېله پښتون د هر چا وي لشم نازبر

 هغه غوړه مال مړ سترګی رییس څه کړم

  غوړمالي کوي د نظار  دهر  تن پرور

پخوا به ډنګر کاتبان غوړه مالان وه

اوس پاچا ،وزیران او  رییسان سراسر

که عالم  ښوی سی غول یې پر مخ موښه

 مه پر خرابوه د پښتنو د لوړ غیرت محور

 

 پنډاور( برېتور)، پسورور( پلن)، څپړور(لوی پښې)، لیکور( لکۍ لرونکی ) ،پنډور(غټ)