TR _ Ghala Sowey

 

طنز

محمود نظری

 

 

غلا سوې محاکمه

 

زموږاو دبین الملل محاکمه چاکړه غلا

چا وتړل زموږ د خاین صاحبانو ټینګه ملا

ټوله غله،غاصبان اوقاتلان پيژنو بیا هم

غل غل نه دی  چې زماوطن  یې دی په شا

***

دغلا سند

غل هغه چې دوسیه ولري د محاکمې او دعوا

زموږ په وطن کې غلو محاکمه  کړې ده غلا

خود به غله ځان بښي سزا  به درک نه لري

نر هغه کاندید چې د ملک  محاکمه کړي  پیدا

***

خر الرجال

 

مقامونه دومره کښته کړه خر الرجال

اهمیت د څوکیدار سو د ببرالجنرال

دزمري مقام یې  کړ دسرکس دزمري

ټیغ نه باسي دزمری  په څوکۍ ډنګرالچغال

***

درشوت غزا

 

د ولس له رشوت څخه دی چغ وچوغ

درشوت غزا ده نه اوري څوک  یې ډغ وډوغ

ټوله لکه چې ښکاره سره شریکان دي

نه د قضا نه حکومت نه دولت سته ږغ وږوغ

***

 خاین ته لوی مقام

 

یو دوه بدکاره لیري اودوه درې محاکمه نه سوه

دمحاکمې دلارې د هغو مالونه مصادره نه سوه

ټوله پوه دي چې خاین ته رسي تر ټولو ښه مقام

غله وزیران سوه خو  د زندان  میلمانه نه سوه