TR _ Ghal

طنز

محمود نظری

 

غل سیاستوال

 

دافغان سیاستوال هره خبره ده ارتاویزه

په قاموس کې یې رښتیا نسته بېله ډوزه

ژر له خپلي خبرې تیریږي قول یې دي  زنانه

په هر کار کې یې بوز بوز وي لکه غالبوزه

په یو عمده پلورنکي یې د بدن نه کیږي قرار

غواړي وپلوري په هر وطن یوه خپله پرزه

ان پلوري دخپل پرټوګ یوه  یوه غوړاشه

دسیاست ټول رنګونه دي دلته تازه په تازه

   هریو ګوند جوړوي  دپرمختګ په نامه

په ځان را ټولوي څو بې شعوره بې مغزه

د هغو په نامه خوشمړي اخلي اومرستې

هر یوه ته ورکوي خپل دواک یوه کیزه

  د هغو په خوله کله آبا پورته کړي کله آدې

بل ورځ یې  له هغه سره وي د طلاق آوازه

ټوله  ورځ یې لکه  افتاب پرست مخ  ګرځي

 نن یې ښایسته خوښ وي سبا چونګه پزه

 هر یو درته د خیال بلډینګونه جوړوي

 نه ودانیږي دهغه دخیال  ان یوه کوازه

د  دوپي مار تګ وي لکه مار کله اوښ

 کله یې ګړچاوووي کله یې ډزه ډوزه

کله پوډر سرخي وهی  کله  تسبې اړوي

 دهغو پنج پدره دایمي  کار وي پنج روزه

چی په غبن یا  په زور  ارګ ته یو وارننوت

په ژوند هغه نه راوځي راوځي دهغه جنازه

هر ټېله مارپه ډب کې پروت وي  ښکار ته

کله کله یو یو  سر را پورته کړي له خازه

 هر یوه قامي ژاولنان په ځان راټول کړي

 هغوی خلک غولوي په خپلوخبرو هرزه

 تر څو چې دا قامي ژاولن  او سوډران وي

وي به په قامي او سمتي خبرو کې مزه

وګورئ  دهغو ژوند لیک اود لکۍ خاشه

 چې تاسو ته دهغه پټ ځایونه  سي ډاګیزه

د وړیا ډوډۍ اوواک څوک تیریدای سي؟

 چې ورڅیري نه کړي دسیاست ناروغی یې ډزه

 

ارتاویزه( فضول خبره)،ډوزه ( درواغ)،ډزه( غره)