TR _ Genakh

طنز

محمود نظری

 

  

جنګ که تجارت

 

امنیتي چارواکو ته جنګ ښه تجارت  دی

دهغو په دې بزنیس کې ډیر ښه مهارت دی

دا د څوکیو د اجارې پیسې اخیر ورکول غواړي

په دې کار کې هم دین ادا هم مدال هم شهرت دی

کورونه دوکانو نه په کې د چوروروسته سوځیږي

هغه پلورل سوي  دمهماتو لست  ددښمن غنیمت دی

 

 

خره ته رایه ورکړه نه انسان ته تر خره بدتر

نه هغو ته  چې لري سر دانسان، ماغزه د ځناور

خدایه موږ ته وکیلان دانسان ماغزه لرونکی اواندام را

هر کار یي نه وي  له دود او د عالمه بهر

غلام د پردو نه د خپلو خلکو سم  خدام را

چې دشرم سترګې ولري داسې مسلمان نه ګبر

 

مشره دوه بدکاره لیري او درې محاکمه کا

دمحاکمې دلارې د سیاسي غلو مال مصادره کا

تښتیدلي را وغواړه د زندان  یې میلمانه که

د وطن خاینان یو یو دقانون په خپړو خپه کا

نوم به دې پاته سي په تاریخ کې د جهان

چې اخیر یو لیوني  افغانستان  ته هم چوپړ وکا

 

زما له طنزه بلا او پیری تښتي

نه ښه سړي بلکی بد سړی تښتي

 د ویلومخکې  څلور قل په خان چوف کړه

 وګوره زما له طنزه بدل زمری لکه سپی تښتي