TR _ Dmaly

محمود نظری

طنز

 

دملي وحدت حکومت

 

هغه  پردي چې موږ ته په چل وي

غوراوی دهغویو عاقل بل غل وي

دهغه ولس له حاله د ي خدای ساته

چې عقلان یې له غلو سره مل وي

****

دهغو ولس چې یو باچا وي انتخابي

بل باچا سي دشر  او زور انتصابي

دهغه ملت  باندي کټو ماتیږي نه پخیږي

د بهر د اوره نه ، دننه د ملي نفرت  زوري

 

***

کله چې یو دوه سره موجود چیري پیداسي

 په زوکې د خلکو لامل  دهک او هېښتیا سي

له هغې چې ارګ ته دوسره موجود  راوستل سوی

 دهغه د خلکو په لیدو پرله پسې  غږد ټسا سي

***

 

چې د دوسره حکومت  واک بر قرار وي

 ټوله ورځ به ولس په تماشادهغو د چرار وي

  په هر کا رکې به یو په بل پړه ور اړوی

ملی نارې به د وحدت د کونو مردار وي

 

***

بې قانونه جلي بلي وحدت  ولس کړ سینه بغل

پردو به په دو ه سره مار د ولس پيل کړ ټغل

 خپل سره ځنګلي  حکومت هرورځ فرمان زیږوي

ځکه  چې امریکا او حامیان یې ولاړدي تر بغل

***

دلته   د ډبرې د غویي دوام لري  لوغل

دوحدت دیخ دلاسه ولس سو سینه بغل

د اهل کار په  ځای سهامي شرکت چلیږي

 که پارلمان په پیسو ومني وزیر وچکه غل

***

د وحدت په نوم  چليږي  بې اوبو ژرنده

تر څو به زموږ د رسنیو وی د رښتیا ژبه بنده

په هره څوکۍ وزلوبه ده او رسۍ کشي

 ولی آشپز  پخوي کوربه ته خواړه بدخونده

 

***

چې ارګ د جلي بلي وحدت سنګر وي

هلته  به د پرمختګ بند تل ور وي

 پولي وحدتیان یو بل کله خپه کوي

هر یو په خپل وسه  له وطنه  زر وړي

 

ټغل( تیر ایستل )، ، وچکه غل ( کیسه بر)، چرار ( کالی څیرول)