TR _ Da Zaaleem

طنز

محمود نظری

 

دظالېم زوی پوه سړی دی!


دبدو پښتنو ښه  پيرزوینه نامتو سړو ته  په ښه ښکنځلو ده

هر یو سړي ته  حرموني  او   دله  خورا ښه سړي ویلوده

دښه شاعر  نازول په خورا  ښه باټک او غرتک ویلو ده

یا  دظالېم زوی  خورا پوه دی  یا  نورو بدو تورو ستایلو ده

ځینې داسې خلک نور  په زړه تور  په ژبه نرم لکه کافران لرو

چې پر مظلومو دبمونو غورځول یې د ډیموکراسۍ په بدلو ده

 

 

دماندیلا او ګاندي د عدم تشددپالیسي  وه د سړو سره

دباچا خان عدم تشدد  پالیسي وه د موشه خرو سره

دا دواړه  سره  توپيرلري جلا  دي  د دواړو  سوچونه

د فلسطینانو د ډبرو ویښتلو مبارزه  ده دسپوو سره

په مظاهرو او عدم تشدد کوم کار نه تر سره کیږي اوس!

کله بریالي دي نن  مظلومان په کیشه د خرو او سپو سره

دا مظاهرو کول یوازې د ډارنو خلکو ختاایستل دي

یوازې لاره دختم د ظلم  ده په تودو  وسلواوجنګو سره

په غرب کې خو ما د کومي مظاهرې مثبت اغیز ونه لید

هر وخت هغه کار چې دولت غواړي  کیږي د نارو سره

مظاهره  اوتحصن یو بې پایلې کار دی دډیموکراسي

  متضررخلک خطا باسي هر چیري په دې تسلیمي کړو سره