TR _ Da Traffic Shapalack

 طنز

محمود نظری

 

 

دترافیک شپېلک

 

 رشوت باد دی هر  سوسته ونه خوزوینه

فساد ساز دی هره نری څانګه نڅوينه

درواغ  راته وایه په رښتیا زه عادت نه یم

خیانت  نزاکت دی  ډول ډول کونه  ښوروینه

 

هر یو مو  یوازې لکه ترافیک په شپېلک ښه پوهیږي

یو بل ته په هر کارکې په جرتک ښه پوهیږي

خدایه څه وخت به کار اهل د کار ته ورسیږي

ترکله به  په هر سیاسي کار یوازې غرتک ښه پوهیږي

 

لږ دهرڅه  خوړل خورده ده

ډیر د هرڅه خوړل دارتوره ده

 وایي پاخه حاکیمان دا خبرې

متوسط خوړل   دهر شي میوه ده