TR _ Da Takganey

طنز

محمود نظری

 

دټاکنې ګټې

 

 

پۀ کاندیدانو کې هغه ښۀ لا کوم دی ؟

په هغو کې ګوره  چېلږ ښه لا کوم دی؟

دیموکراسۍ ده لږ ښه ته ووټونه اچوه!

په وټونو هغه ټاکل سوی لا کوم دی؟!

***

 

اول نارې د چوپړ سي   دخر ناکامه کاندید

اخیر ماغزه ښکاره سي دخر ناکامه کاندید

د واک لپاره د وطن له دښمنانو سره مل سي

دځان په ګټه د غلو لمن نیسي خر ناکامه کاندید

***

دهغه  غلوچې انتخاب له اوله موشه خر وي

یوازې ددرغلی لمبه یې  په زړه د هر ډر وي

مکار پردي خوشحاله دهغه په  مشري وي

دا بزرګان  چې غوره سي دوطن سره زر وړي

***

 

هغه کاندید چې غل اوولس ته په چل وي

دپوه او غلو څخه یې غوراوی تل غل وي

د هغوملت د راتلونکي دي خدای ساته

په هغه خوار ملت به تل دغلو غوبل وي

***

په پایله دټاکنو به هرمرو د غلو الا الا سي

پردي تلویزیونو به  خامخاپه واویلا سي

چې واورې دټاکنو وروسته دهغو غرتي پرتي

د دهغو غلو په کاغ عقل به دي خندا سي

***

بزرګانو داسې کړی دا وطن اعیار

چې تل واکمن وي دلته غل ا واغیار

 داسې لانجه ماران  یې دلته وروزله

دهغو هرزه تخم نیولې د وطن شدیار