TR _ Da Shahadat

طنز

محمود نظری

 

دشهادت  ورکولو مقام

  

ملي وحشت ته په دنیا کې ورکول سوی  واک

تعین کړي درجې د مرتد، شهید  مرداراو پاک

 ولس د ملي وحشت ټوله اخروي  تعینات مني

وینی چې فتوا ورکوونکي په خښتګ دي پاک

دفتوا ورکونکي کالي کپ اوکالر  ګوري خلک

نه ګوري  هغه سم دی که ځي په لاره چاک

دولت کولای سي هر مردار ته ورکړي مقام

کولای سي دشهادت مقامونه بادکړي لکه خاک

دبیان آزادي  ده  چا ته څوک حق  د شهید نه لري

 دولت شهیدویونکی استوي زندان ته تاوناک

دشهید مقام ورکول یوازې انحصار د دولت دی

غین ته ورکړی «کري » یوازې مړي ته د شهید واک

عین هم لري د «کری» په امر له هغه سره دا حق

چي مرادر او پاک مقام ورکړی هر شهید ته بیباک

شهید هم دوه ډوله کړی  دولت د ملي وحشت

یو یې دی مردار شهید بل یو يې د ی شهید پاک

شهید هم دلته لری درجې لکه د مېړانې مډالونه

د سولی شهید د میخونو شهید شهیدخطرناک

شهادت هم اوس دلته  لکه دولتي څوکي سوې ده

یوازی په څوکی نه په  چپرکټ تړلی دی ددنیا واک

دا چې څوک  رښتیا شهید څوک نه دی شهید

  ددوستم په فتوا امریکایان دي شهیدان پاک

ژر به دولت د جنت  دکیلیو ویش هم پيل کړي

ډیموکراسۍ ورکړی دی ملي وحشت ته دا ځواک

ملایکې  حیراني سوي دې ددولت فرمانو ته

 هغو د خدایه غواړي یو کمیسون خپلواک

چې مالوم کړی اصلي شهید او بدل شهید

 برعلاوه د روس امریکایانو چې دي شهید ان پاک

 هغه چې پر لوړو غونډویو دي  آیا شهیدان دي؟

 یا هغه چې سیاست کوي دلته په  جوت و تاک

دخود کشه مړه شهیدا ن دي د دوړن مردار

دا  ده فتوا د ملي  وحشت  ددولت د ویاند لنډاک

راتله يي خوند یی  ښه دی