TR _ Da Seyasat

طنز

محمود نظری

 

دسیاست مزه

 

 کب په اوبو کې هر وخت وي تازه

په سیاست کې هر وخت  وي مزه

که دي  یوړه رییس که کنه صدراعظم

دا مسلک مازی غواړي خوړینه خړیته پزه

 

***

 

له حیوانه ګیله

 

انسان نه دی چې له حيوانه سره لانجه کوي

انسان نه دی چې له حیوانه سره خوله کوي

هرڅه چې کولای سې کوه، خوره او وړه یې

حیوان سه څوک  له حیوانه کله  ګیله کوي

 

***

نننی سیاست

 

غلو ته  دورځي دوه ځله سلام کوه

لوچکانو  ته هر وخت احترام کوه

ړوند اوسه څه ويښ څه ويده !؟

سیاست همدا دی  کارونه د غلام کوه

 

***

سیاست

 ګلمرجانه د سپږې لپاره پو ستين مه سوزه
 دبې شرمه واک لپاره دا وطن شیرین مه سوزه

دا د موازي  دولت  اله بله   پریږده   بد ډوله

دسیاست په ترخه مرچکوخپل تا نشین مه سوزه

***

علی بابا ګان

راویښ سه  افغانه! ولې  کرار ویده یې

له ډیره خوبه اږمۍ باسې ساده باده یې

غله ټوله په سیاست علی بابا ګان سو ه

ته لا د هغو ډوډۍ پخولو  ته رپیده یې

***

 

سم سړی سه

هر وخت دی چر چر دی یاره باوله  

په خبرو کې دی قر قر دی اله بوله

سم سړی سه د څوکۍ فقر پریږده

«کیری» ته دی  هره ورځ ځر ځر دی بدجوله

 کیری :جان کیری( د امریکا د بهرنیو چارو وزیر)