دطنزونو وب پاڼې ته ښه راغلاست
طنز
محمود نظری
دباچا فرمان
دولتي ارګانونه باید لوحو کې اول پښتو بیا دري ولیکي
عریضې باید پښتون په پښتو او تاجک په دري ولیکي
دفترونه باید یوازې د شاه امان الله عکسونه وځړوي
په ټولو دفترونه باید دافغانستان ملي بیرغ ورپول سي
چا که ددې خلاف وکړ، هغه نر دی څه ورته ویلای نسو!!
دا د دیموکرات باچا فرمان دی که يې څوک مني یا نه مني!!
***
دې ملک ته د پردو راتګ دی غیرمنتظره او بې ویزه
تګ او راتګ او دهر څه وړل یې دي د واک په کچه!!
کور مو نه لر ي پردوته نه بام ، نه کړکۍ نه دړه
پردي موږ غلو ته زموږ په کور کې لري جیل او تاڼه !!
***
په لمانځه ولاړیو نه پوهیږو څه وایو
دجهاد نارې وهو نه پوهیږو څه وایو
چغې او نارې دي موږ هم ټوله ژاړو
ورور وژنو نه پوهیږو دې ته څه وایو