TR _ Da Marik

طنز

محمود نظری

 

 

دامریکا ډیموکراسۍ دلته او هلته

 

 

د امریکا ډیموکراسي دلته مانا  لري تر بیخه بې اتفاقي

په دې  کار غله او وطنپلور په واک لکه چرګان سره جنګوي

داقلیت کامونه باټوي او پر شا یې د شاباش چټۍ ورکوي

بیا يې هغوی د اکثریت سره  د واک پر سر سره غپوي

اقلیت را چپه سوي اکثریت  ته د پردو په مرسته ګوتې ورکوي

اکثریت هم خپل غچ ته ډیري  توري دهجران شپې سبا کوي

دا ډول  غلطه ډیموکراسي  دلته   تر اخیره هیڅ پای نه لري

چې دوه نفره پاته سي هغوی هم دواک لپاره په وینو سره لړي

هر یو اړل وي د زورور  هیواد مړغټانه  ټینګه  ونیسي

بیا د هغه په زور د یو بل هغې سره  ټینګې نیسي اوکشوي

 

 

دنیا کې د بل مال بل ته بښل ددله او  خره  دلال کار دی

 دنورو ملک بل ته بښل  شیطان ته حق حلال کار دی

 دا کار بیله پيس ترومپ هیچا تر اوسه نه دی کړی

دا په ټولو  ادیانو کې ډیر  ناولی او ډیر نا حلال کار دی

  دا د قبضو خلکو، بیړاګانو، ساده ګانو  او لودګانو

یا هم غول یاهم ډر  یا  هم   دچور زلال کار دی

 

 زلال ( لیونی )