TR _ Da Khoham

  طنز

محمود نظری

 

دا خو هم دووس وخاته

 

دا زبر واک خو  دي هم اخیر  دووس  وخاته

دا ښکاري باز  نه دا خو هم  پک ټپوس وخاته

د قرارداد  په لاسلیک دی بسم الله وه د واک

د افغان د خاورې دفاع ته داهم خړوس وخاته

د افغانانو حق په مترنو  پيمان کې صاف مني

خپلو ګټو ته په قرار داد کې درې توس وخاته

 د بادار هر وخت له مریی سره هم داچار  وي

د دښمن په ضد  موږ ته پوچ کارتوس وخاته

دقرارداد په اساس په خپل سر  وژني او  وړي

مشر کشر مو هغو ته غوړمال او چپړوس وخاته

 خدای د ټولو موجوداتو  نر ښکلی پیدا کړی

 واکمن افغانان چرګه   ناتو ورته طاووس وخاته

اخیر یې له دښمنه پورته په بدو سترګو موږ ته  وکتل

دا د مور په  بم کارولو یې نفس  ددوستي ټس وخاته

دواکمن او وطنفروشانو کله کیږي سمه دوستی

 

ستاسو غلامي  خوار ولس ته هر شپه کابوس وخاته