TR _ Da Kabul

 طنز

محمود نظری

دمارچ د   اتمې په ویاړ

 

دکابل چوکه یان

 

آیا رښتیا یو موږ هغه لرغوني  میړني افغانان؟!

آیا رښتیا زموږ خلک دي سم اصلي مسلمانان؟!

خور، مور، میرمن مو بازار کې ګرځیدای نسي

په هر ګوت کې ولاړ دي ورته بدغوني پرزه چان

ایش ، چش . میري ،  جان جان اوقربان ات شوم

آیا  دا مو دي دوطن هغه اصلي غیرتي ځوانان؟!

دښار په بیروبار کې ښځې ترې تیریدای نسي

په هر ټنبه کې ورته منتظر دي  سامبولي چوکه یان

آیا دوطن   داځوانان خور ، مور او ناموس نه لري؟!

آیا داد شیطان دي یا  د انسان دي ښاغلي زامنان؟!

په هیڅ ملک کې نسته داسې بدخولي بې غیرتان

چې هرې خوا د ښار یې لهانده ګرځي  شهوتیان

دفاسد ، غل،  پرزه چي چوکه یي صفت مومبارک سه

بس کړئ  سر خرېیلو، دچا وجدان زغملی نسي دا شیان

زموږ دولت رښتیا چې نوم یې اسلامي  دولت دی

ازاد یې بازار دی ازا د یې دي مردار خښتګي   چوکه یان

دداسې  غله واک لرونکو  څخه څه  ګیله نه ده  په کار

ټوله په خپلو جیبونه ډکولو اخته دي باولي واکمنان

په ولایتونو کې روان دي بیاد  سپین خلو  ځورول

ښار  کې عزتي چوکه یان اطرافو کې غیرتي بچه بازان

 

دهیڅ افغان  خور مور او میرمن دلته امنه نه ده

ان خپله دا کارونه کوي زموږ  ځینې خلمي پولیسان

چې ووینې داسې یو، توکوه په هغه بداخلاقه مردار

یا تو لانت پر ځان ووایه که یې اصلي مسلمان افغان

خدای خپله  دهغه وطن تقدیر نه بدلوي  اې افغانه

چې خپله ورک نه کړي دخپل عزت جلبلي دښمنان

په ما یې څه زما خور مور اومیرمني ته خو نه وایي  

بل چیري ستا په خور پسې دي دا باللي چوکه یان

هر برېتو چې یې ویني په بریتو کې خاندي اوتیریږي

نسته یو خنداګلی چې د څو وباسي ریخلي پرتوګان

نسته اصیل افغانان چې مخه ونیسي ددې پرزه چانو

سر عام  څودامجرمان کړي دخرو په بیاتي خصیان

دا یوه ورځ د ښځو دورځي په نامه دا جرم پریږدئ

کله یې پریږدي دامفته حلوا دا سپورخلي ارمونیان

 

سامبولي( پرتوګ کښلي)، اللی تللی( سرګردانه) ، باللي( په ښکار اموخته ) بدغوني( بدشکل)، جلبلي( بې پروا)،باولي( لاپوک)، سپین خلی( بی ږیره هلک) ، سپورخلی (پوچ خولي)