TR _ Da Gholam

طنز

محمود  نظری

 

 

دغلام مقام

 

په افغانستان کې وزارتونه ټول قومي سول

ګونډونه قومي سول ادبي بانډارونه قومي سول

هیڅ شرم دچا  په سپينو سترګو کې پاته نسو

 کبابونه  قومي سول شرابونه قومي سول

 

 

غلام کټمټ لکه خر دی

نه کهتر دی نه بهتر دی

چې واک یې اسمان ته ورسیږي

په شا یې سپوراخیر افسر دی

 

 پخوا به  هغه وو سړی

چې خډل  یې لره کور کې سپی

 اوس هغه دی لوی سړی

چې خپله د لوی سړي وي سپی

 

 دمریی بیه دوې تنګې ده

 بادار یې پلوري او رانیسي

 ازاد سړی کومه بیه نه لري

څوک يې په دوو تنګو  نه رانیسي