TR _ Da Cenima

 طنز

محمود نظری

 

د سینما سپينه  پرده

 

اخیر ته هم سوې ورته  په کټ کټ

د لومې دانو ته ګورې په پټ پټ

دې دانو ته څوک تینګیدای نسي

ته به هم سې په مرداریو کې لټ پټ

***

ټوله ړانده دلته  دبینا اکت کوي

ټول بدرنګه د ښکلا اکت کوي

دا دنیا اوس سپینه د سینما پرده ده

توره ورځ کې تندر د ړنا اکت کوي

 

امریکا ته وطنپلور د شرابو له خمه پاک راویستې

د ګناه د مرداریو له څاه څخه یې صاف را ویستې

ته وطنپلور په کومه ژبه  له خپله پلاره  مننه کوې

ته د پشې وچ غول یې لکه طلا له خاک راویستې

 دا چې اوس یې هرې نغارې ته نڅیږي عجیبه نه ده

ته يې  د خپل نښې لپاره له خاورو  لکه تاک راویستی

***