TR _ Besharam Dala

طنز

محمود نظری

 

بې شرمه ډله

 

دسپې چې سړی وځغلې واخلي باټ

 چې مځکې ته لاس کړې سي په تراټ

  بې مخه اوبرند سړي لکه سپي دي

مخ ختا وځه ددې سړو په ساټ باټ

***

دنن  ورځ چالاکي ده له پردو سره په ټینګه   اړیکه

   دبل په کشک ځړیږي دلته دسیاست هر کوناټ

 په پیشي پیشي کیدل خپل  حق نه اخیستل کیږي

دا ډیروي  دلغړی سیاڼه بریښنا تر میګاکیلوواټ

***

له سپي سره باید انسان هم سپی سي

د پړپړه کار سره باید  وچلول سي پاټ

که له  ویرې دولت چا ته څه و نه  وایي

تل به روان وي  هلته هر ډول لوټ پاټ

***

نن دولتونه دهغه چا  خبره مني

چې وښیي هغو ته خپل ټاټ باټ

رښتیا کله اوس په دنیا کې چلیږي

دهغه چلیږی چې لري بهرنی دچاقو باټ

پاټ( چل)،لوټ پاټ (تالان)،ساټ باټ ( سینګار)، کوناټ ( غټ کوناټی)،ناټ ( شوق)، ټاټ باټ (نخری ا و شان اوشوکت)،باټ (د کاڼې هغه څرخ چې توره، چاړه، چاکو، بياتي او نور باندې تيره کېږي)