TR _ Bakelaan

طنز

محمود نظري

 

بګیلان

 

 پوده فضلو

   په میدان به  تر ټولو دمخه و ولاړ

په غلبلو به یې پهلوانان کړه را ولاړ

په ژوند کې یې یوه لوبه یو نه وړه

بیابه هم په جشن کې لومړی و ولاړ

***

صمد دار دار

دصمد دار دار به  ټوله ورځ و شورماشور

 ښکنځلې اوډبرې یې ویښتلې  په هر لور

چې یو ځوان  به دهغه خواته ورغی په جنګ

هغه به په چالاکي ناخبره رهي سو په بل لور

***

شوخ بچه کابل

تر ملایې ځړیدله دشوخ بچه کابل توپنچه

یوه ورځ یو زهر خوره کړهغه خپل میلمه

دماښام  یې دهغه عزت ورکړ خورا ډیر

دشپې یې دهغه خلاصه کړه  په توکل تسمه

ښه ورنژ دې سو دهغه پتلون یې کړ کښته

دیوال ته یې ښه هغه کړ سم  په تبل تخته

 سهار  ورسره ووت له کوره تر کوڅې

د کوڅې تر پایه یې کړ هغه انبل تنبل بدرګه

زهر خور هغه ته ویل کله کله راځه نانیه

 هغه( دیشوم) هغه یو سوک  ربل ووهه

 شوخ خپل دوست ته کوله دادبرم کیسه

چې څنګه یې (دیشوم )هغه ډبل ووهه

 دوست یې  ویل  دا ده لرې ته توپنچه

ول هو  دهغه په زورمې لکه  تمبل وډبوه

***

 بیا هم  دوران ددې پوده ګانو سو

مه غولیږه دهغو په دې پټکه کږه وږه

دا ټوله هغه پخواني بګیلان دي

د طالب په لیدو په ټوپو سول لکه ورږه

ټول ورک سول او ټوله یو وار آواره

دهغود عادت  زنګولې پریښوده غرغږه

یو چابه یې چې ولید خپل مخي ته طالب

بیسده به سو له ځګره به یې وخته کریږه

اوس دامریکا په زور ټوله شوخان  سوه

له هر یوه د ملت د سر جوړ سوه شپږه

بیایو نر غواړي چې هغو ته وکړي پخ

 بیابه داسې تښتي لکه له بازه ړنده مږه

یو نر نسته پخ وکړي  دې داردارانو ته

یایې په یو سوک کړي خوله ورکږه

ټول ملت ورسره دناچاري اوبه غلبیلوي

نه مړیږي په خواږه  هم بد وایي په خواږه

نرښځي یوازې تړي دهغود خوړسکو پزه

د وطن مخ به کله خلاص سي ددې کیسې زیږه

تر څو به دا شوخان دارداران او پوده ګان وي

تر څو به وي ددې وطن لاره کږه په کږه

 

تبل(ویره)،ربل(ښه سلوک)، تمبل(ډول )

 

انبل تنبل( پړسیدلی)