TR _ Ayezak

طنز

محمود نظری

 

ایزک او زنچه مشران

 

دوطن دښمن په لاس کې ده تمانچه

خاین ناست دی ارګ کې پر غالیچه

 هر یو لاپي ولي دخپل  عزت او غیرت

 هغه واکمن دی چې دي سوچه پراچه

  اصلي غیرت والوت له سترګو نیان سو

 مشران مو سوي دي ایزک او زنچه

 دکور خاوندن چوپ دی  دغلو دلاسه

هر کوڅه کې دغلو دی شور او کړکچه

  خلک له لوږې مړي  مشران خاندي

 وطنفروشان سهار وهي ایرانی کله پاچه

 قانون یوازې دلته  په بې وزلوچلیږي

 قانون  مشرانو ته سوی پلاستکي بازیچه

 پخوا به  واکمن په خلکو کې  دیګ و

 اوس د پردو دحلوا سوی دی چمچه

  پخوا به رشوت و یو دوه درې  لوټه

 اوس غواړې دا پاخه پوره  شنه بنچه

 پخوا د خدای لږه ویره وه   په غلو کې

 اوس مسلمانان سوي دي خالص سوچه

پخوا به چې یو غل ګوری موری ونیول سو

 په ژړا یې ویل خوشي مه کړه لرم زن بچه

 اوس نه نیول کیږي سوي دی ښوی کبان

  غله  ان دولت  ویروي له اوخه لکه بچه

  اوس پیسې  استوي  دسویس بانکو ته

 پخوایې پټ ځای وو دسدرۍ انبانچه

 اوس دغلو دوران راغلی دی  په وطن کې

 دهغو ختلی د ه دلته د نیکمرغی  پچه

***

 وایي هله راځئ په افغانستان کې چوردی

 راځئ که غواړئ وکړئ  ښه مزه او چرچه

 یو ه د صابون ایماله اخیر هر یوه ته ګوري

 چې خلاصه سي د وطن د زامنو خوړل تربوچه

  بیا به  دنس عملیات روان سي ټوله دنیا کې

 دهر یو له کولمو به باسي خوړلې یوه یوه کولچه

 دا چالاکي به تر کومه چلیږي دې وطن کې

اخیر ورته ګوري د ښو وطنوالوپڅه  برچه

 په مړینې يي هم څوک ارام  کله پریږدي

 ورته ګوري غونډیو ته د قانون بیلچه

 بانکونه او پټ ځایونه به ټول رسوا سي

پاته به نسي  یو بانک  اویوه پورته تاخچه

 داوطن یوازې د یو کام نه دی عزیزانو

 دا وطن دی دټولووړونو کامونه باغچه

 ډیر و په تاریخ کې کړي داسې نه بخښلې ناروا

 د یو نه پاته کیږي له تاریخه یوه وچه پچه

 د روس او  انګریز  ګوداګیان څه سول؟!

 هغوی چې دهغو وړله دماینې بخچه

 که یو وار دغچ سکروټه نغري کې تازه سوه

 بیا په ټول وطن کې ونه ویني یو سړی کچه

 دا یرغلګر دي د افغان وطن د سرشپږې

دا واکمن يې د سر دي هر یو یوه  ریچه

 اوس رچې نه پلټل کیږي دښځوپه ګوټو

  یوه سپرې ټول سر کړی په  یو ان اچه

دا خراسانیان به داسې په هواسي لکه دوړه

چې اصلي دخلکو مشر ورته ووایي ګچه

دولت باید ونه ویریږي دهر غله اوملیشه

ټول ورکیږي که یو ته یې راوباسې له پایڅه

که  دمشر  هر کوڅه ډب ته میو میو وي

غله به خود د ملک بادران وي  وچ په مچه

 

وچ به مچه ( هیڅ بی هیڅه)، اچه ( سوتره)،ګچه (د بزو د شړولو ږغ)، انباچه ( بغل جیب) ،پراچه ( بی مخی)