TR _ Awal

طنز

محمود نظری

 

اول لمبر هیواد

 

د پښتنو ښه  پيرزوینه په ښه ښکنځلو ده

د وطندوستو سپیانو  پيرزوینه په غپلو  ده

موږ په زړه تور  په ژبه خواږه  لکه کافران یو

چې دبمونو غورځول یې د یموکراسۍ په بدلو ده

 

***

د ناهلو کارمنوانو د تقرر په اساس شکراول  نمبر یو

د قومي تحصباتو په اساس  ماشاالله اول نمبر یو

دمجازاتو دنه  عملي کولو  په اساس مرحبا اول لمبر یو

د ښه  بلکل نه مدیریت په اساس الحمد اله  اول نمبر یو

د دولت او شورا د ناتواني په اساس زهي سعادت  اول نمبر یو

دپاسپورت د بې ارزښتي په اساس شکر دالله  اول نمبر یو

د ډیر رشوت اخیستلو په اساس جزا که الله  اول نمبر یو

د ښه رنګارنګ فساد په اساس په فضل دالله اول نمبر یو

د مخدره مواد  د تولیدپه اساس د خدای په مرسته اول نمبر یو

د ښځو ته د حقوقونه ورکولو په اساس که خدای ږو اول نمبر یو

دخاینانو  د لوړ تقرر په اساس  سل په سلو کې شکر اول نمیر یو

د وطنفروشي  په اساس  سل واري شکر او بیا شکر اول نمبر یو

دبې کفایته وزیرانو په اساس په برکت د خدای  اول نمبر یو

د قانون اساسی د نقض په اساس  دنیکه مرغه اول نمبر یو

یوازې د یو شی په اساس موږ خواران په دنیا کې دویم نمبر یو

د اول متفکر پاچا په ځای سل واری له بده مرغه دویم نمبر یو

***