TR _ Astaghpor

anطنز

محمود نظري

استغفار مې هم مړکئ!

 

هغه کسان چې نه پوهیږي د روژې په فلسفه

په روژه مات یې جوال ته  اچوی چې څه ویني بې وقفه

تر حقه ډیر خوري ټوله ورځ ټیغونه باسي تربوخته

 چې دي ولید په کومه لاره  لاره  چپوه  ځنې تښته

اول کلام یې دا  دی قربان یې سم ددې  روژې

 پشلمي خوړلي مې تر اوسه په نس کې وهي غلبلې

له بې علمه سره مه کوه د اسلام په هکله مسله

 که پوه سوې چې پر خپل خر سپور دی اړوه پاڼه

هر سړی د خپله ذهن په کچه له علمه اخلي نفعه

بهتره ده  تل دبې عقلود خبرو تړلی وي سر د  لفافه

 رایاد سوه یوه پخوانی ددې بې علمیو کیسه

یونا پوه ځوان و خو دخلکو چوپړي و تر بسه

تل د ولس په   درد  وغم  ډیرزیات  زهیرېده

خو د وړ غم  پرځای یې تل بل غټ غم   راوړه

په کلی کې  آوازه سوه چې بیا راغله روژه

په هغو ژوره نیسي چې نه لري د خوړوګوله

 هغه ځوان  چې و په کلي کې تر ټوله ساده بوده

د روژې په راتلو ډیر قهر جن  و او ډیر په غوسه

ول زه یم د غریبانو خوارانو د بدي ورځي مل

زه دا بې وزلي خلاصوم ددې بې وجدانه تل

دپتې لپاره ورغی ملا ته چې و اخته په خطبه

ول ماته و وایه  روژه کله راځي  له کوم طرفه

ملا ول دروژې سته   د وخت پر سر اختلال

تر هغه چې یو سړی وویني د غرو پرسر  هلال

ملا په عربي کلمو خورا  ډیر  پوه مالومیدئ

دا کلي ساده ځوان په دې کلموکله پوهیدئ

 ساده ځوان چې و د کلي د بدو ورځو مل

 نیزه او تبر یې واخیست مول ووهه لکه غل

هغه په ټول کلی ځان ایغړ باله او کلک

دغره به  خوا رهي سوله دنیا ناخبره لک

ولاړ دقبلې خوا غره ته په کې سو دشپې خزه

ول که لوږه نه وي دا خازه ولس به سي تازه

  هغه ول  زه به کړم  دا روژه ټوټه ټوټه په تبر

خلاص به کړم له لوږې دا خپل وږی ټبر

ویې لیده دکلي خواته رهي  یوه اوښه او جونګی

دواړو لرله  یو شان  اوږده غاړه  اوشا بوکی

 ول یو یې د سږ دا بل یې د بل کال ده روژه

 ایله دوې ورځي ورسیږي دا اشا کږه وږه

پر اوښه یې وکړه یو د یوبل پسې بریدونه

 دهغو دغاړی یې پرې کړه  څو ځایه رګونه

بیایې په جونګي ولګول د   کسات غاښونه

هغه بېګناه هم وخوړه دبې علمي   سوکونه

 ځوان، ملا ته لکه اتل  راغی ویل یې په ویاړ

ول اوس وایه روژه کله راځي په کومه لار؟

 ملاول دروژې سته   د وخت پر سر اختلال

تر هغه چې یو سړی ویني د غرو پرسر  هلال

 ځوان په ویاړ ویل روژه مې مړه کړه په نیمه لار

 نه به کړي موږ روژه سږ اوبل کال  خواروزار

ملاپه راکښلو سترګو ول مه وایه کجاوي

کوم شیطان کافر در زده کړي دا اپلاوي

 ملا د خره مرګ ځنې جوړ کړ ول ووایه استغفار

ځوان په ویاړ ویل  هغه مې هم ورسره کړ مردار

 ملا ویل هله ! خلکو مات کړ دهغه سر ورخسار

هغه خوار یې د الحا د په تورکړ  سنګسار

 هیڅ  څوک تر اخیرپوه نه سوه  په ټوله کیسه

د جاهلانو ټول کارونه دي په هله اوعجله

***

اسلام وايي دیو بې ګناه وژل د ی لکه دټول جهان

دنیاکې بې ګناه مسلمانان وژل کیږي لکه مچان

یو يې په بم وژنی بل یې په خودکشه توپنچه

ټوله دنیا له مسلمانانو سره سوې ده پراچه

یويې لکه بزې د خپل وطنه باسي په ګچې ګچې

یو دوست پیدا نه کړ چی ورته ووایی بچې بچې

 ددین د ښمن په جنتي ماشوم کوي  ایله حواله

دې بزدلومنافقو مفتیانو اسلام  کړ سوله بوله

ولي نه استوي جنت ته  دا شیطانان خپل اولاد

 چې دجنت قواله ورکوي قاتل ته  په نوم  د جهاد

هغوی چې  ماشوم دسیاست په جنت ختاباسي

دغه کافر به څنګه ځان د خدای له قاره باسي

دا وطن خدای ږو که تر  قیامته سم سي آرام

چې له سیا ه سرو او ماشومانو اخلي انتقام

هغه چې دې وطن ته د چوپر لري د فولاد عزم

هغه ته  یې وراچولی دی هر چیری  دالحاد جزم

وییونه :

جزم (قلاده)؛کجاوي ویل ( اپلاتي ویل) ، اپلاوي ( بیهوده خبرې)، پراچه ( بې مخه)،ګچې ګچې (دچیلو او ګډو دشړولو ږغ)،بچې بچې (دچیلو او ګډو درابلو ږغ)، ایله حواله ( ناکامه هڅې)، سوله بوله ( بی سببه )

کنایې :

 سترګې پر راکښل ( غضب کیدل)،[ دخره مر ګ ځنې جوړول ] لنډ شی اوږدول،[ پر خپل خره سپرېدل ] په خپله خبره  ولاړ،[ ځان ایغر ګڼل] ځآن لوی سړی بلل.