TR _ Asmaney

 طنز

محمود نظری

 

آسماني جنت

 

هغه جنت ته ځي چې خپل کور کړي جنت

 چا ویل  د ورانکار په برخه  وي اصلي جنت؟!

په ورانولو هیڅوک کولای نسې جنت وګټي

ځکه ورانونکئ خوی  دوږخ جوړوي له   اسماني جنت

***

په خوب کې مي لیده  جنت کې یو داعش ملا نه وو

ځکه هغه  اموخته په خوند   د میو د دنیا نه وو

هلته په یوه توره  دړه په سپين لیک لیکل سوي وه

دلته هغه راتلای سي چې دنیا کې داعش ملا نه وو

موږولي دلته  دهر دوږخي په خوله کوي یارانو

داسې کوټ  یې عبادت ته ایښي چې یو ګرام یې د طلا نه وو

پوهیږم چې دسبا خوب مانا چپه وي   اې يارانو!

ړڼو اوبو ته مي  درواغ وویل چې دا خوب مي د سبا نه وو

***