TR _ Am

 

طنز

محمودنظری

 

ام الخجالت

 

ولاړ به نسي جنت ته هغه مجاهد او ملا

چې د اسلام ضدکارونه کوي خوشي او براعلا

 قرانکریم وايي د بې ګناه وژل دي حرام

  هغوی  چې نه مني   دا روښانه حکم د مولا

 

 

لوی غل چې دولتي مځکې قبضه کړې هغه  ته غنمت وایي

  دولت د یوې لوېشتي مځکې نیولو ته چور او غلا د ملکیت وايي

  یو سړی چې بې ګناه  سل ماشومان وژني هغه ته اجتهاد وایي

   چې یو نفر یو سړی   تصادفي ټپي کړي هغه ته لعنت ملامت وايي

په هغه وطن کې چې قانون د ځنګل  سم چلیږي دهغه جار سم

دهغه وطن مشرانو ته ګنج الفساد کي دخدای نعمت وايي

داچې ستر  دولت  ظالیم او چور اچونکي ته څه ویلای نسي

دې ته په نننۍ نړۍ کې تر ټولو ښه ارام فاسید سیاست وايي

هغه مجاهد چې ډیربیګناه  ښځې او ماشومان جنت ته واستول

دنیا او خلک  هغه آغا ته  په خبرو کي لویه ږیرې مبارک وايي

   چې په دیرش کاله کې یې یو غنمتي اوقاتل   بندي نسواي کړای 

داسې ښکلي دولت ته په سیاست کي ام الخجالت وایي

دهر پاچا دوره چې په همدا ډول  شرایطو کې تیره سي

دنیا په خندا داسې پاچا ته ښاغلی جلالت مهاب ایزک وایي