TR _ Allo

 طنز

محمود نظری

آ للو احمدزی للو

  

موږ پوهیږو  چې ارګ د ورېښمو ده زانګو

څوک نه راوېښیږي د ملت دخوږ په ازانګو

هر څوک چې ننوتی دی دې د  نعمتو جنت ته

یوازې یې فکر وي په خپل تل پاته کیدواوکالو

***

آللو للو للو    آ للو احمدزی للو
آللو للو للو    آ للواحمدزی للو

احمدزی  په  ارګ  کې  ويده دی لکه کاڼى د اوبو

آللو للو للو-  آللو للو للو

تا ويل  کار اهل کار ته سپارمه -سم  بدلون راوړمه

آللو للو للو

تا ويل ما وټا کئ کا راهل کار ته سپارمه  سوله راولمه

آللو للو للو

تا ويل  ښرمښان ورکومه دا خوار ه رمه ځينې ساتمه

آللو للو للو

احمدزی په ارګ کې ويده دی لکه مالګوبی د اوړو

آللو للو للو-   آللو للو للو

***

تا ويل  دا ملک بېله متفکر څوک جوړوای نه سي

آللو للو للو

تا ويل دا نا اهل والیان څوک بېله ما  ورکوای نسي

آللو للو للو

تا ويل  چې  تغییر اوتحول ته مې څوک ټينګيدای نسي

آللو للو للو

احمدزی په ارګ کې ويده دی لکه تومنه د مستو

آللو للو للو-  آللو للو للو

***

هغو چې  وطن یې چو رکړ تر اوسه لا دي وزیران

آللو للو للو

چي د وطن وه دوښمنان   تراوسه دي لوی لوی واکمنان

 آللو للو للو

په څلور میاشتو کې دی لیري نه کړه دوه والیان او قاضیان

آللو للو للو

احمدزی   په   ارګ کې ويده  دی  لکه  ژی د اوبو

آللو للو للو -   آللو للو للو

***

هغه چې تا  ویل ولي اوس کوې دهغه سر چپه

آللو للو للو

داسرپرستان دي اوس په نېمکه نه کوي سرپه

آللو للو للو

 ستا شاوخوا هم لکه کرزی ټول غله دی په ترپه

آللو للو للو

احمدزی په ارګ کې ويده دی   لکه  غوټه   د رانجو

  آللو للو للو  -   آللو للو للو

***

لږ ډاريږه ډیر توکل په خپلو خلکو اوپاک الله کوه

آللو للو للو

ځنډ مه  کوه لږ ژر کوه په خپلو وعدو سم وفا کوه

آللو للو للو

تکيه په نورو مه کوه په  مټو تو او بسم الله کوه

آللو للو للو

احمدزی په ارګ کي ويده دی لکه ځګ   د ژېړوغوړو

  آللو للو للو-   آللو للو للو

***

 

که د ملت درته سوه   شا په درد دي نخوری عطااو عبداله

آللو للو للو

موږ  دې    په  للو للو راويښوو   په   باريکيو دي  خبروو

آللو للو للو

دورېښمو د زانګو خوبونه خوند کوي موږ هم پوهیږو

آللو للو للو

دا پنځه کاله تا ته هم لکه کرزی ښه آرام خوبونه غواړو

آللو للو للو

کور دننه په خدای سپارلی بهر درته ښه چکرونه غواړو

آللو للو للو

احمدزی په ارګ کې ويده دی لکه کندو د اوړو 

آللو للو للو-   آ للو احمدزی للو ی

چي ملت وهي په چپلاخه  اخیر به سي هزار سوراخه

  آللو للو للو

چي ملت وهي په سوک  اخته به سي اخیر په   دوک

آللو للو للو

احمدزی په ارګ کي  ويده  دی   لکه غوټه   د رانجو

آللو للو للو-   آ للو احمدزی ښه للو