TR _ Alam Sora

طنز

محمود نظری

 الم سوره  وکیلان


وکیل هم غلا کوي هم یې وي کڼه غزا

هم د بل حق خوري هم یې وي هاها

 ددې الم سوروتورلمي  دي خدای ساته

ګونډې د بل په نس کې  لا دده وي واویلا

***

د دولت په  مال دلته د غلو شورشر دی

دوکیل او قاضی په رشوت اشر نشر دی

ددې نظام تهداب ایښی دی کوم جنوب

ځکه د ملت په غنمت مالوګډ غر پر دی

***

غله وکیلان سوي خورامعتبر

ځانونه یې غصب ته کړي خورا ببر

لستوڼې یې بډ وهلي دچور لپاره

 وایي همدا وخت  دی خورا برابر

***

 

 

هریو ترخپلي ګټې د بل  دی یار

چې ګټه یې نه وي بد دی تر اغیار

په جار او قربان دچا مه ختا وځه

د دې فریبي دنیا دی دا کاروبار

 

***