TR _ Afghani

طنز

محمود نظري

 

 

افغانی تجاران

 

وایی په بهر کي ټول بین المللي تجاران

څومره ښه دي  دا افغان کفن کشان

 چې راسي موږ ته  دا  افغان تجاران

 وایي موږ ته راکړه بدل او ارزان شیان

اکسیر یې لږکړه فیلر یې کړه ښه ډیر

 زموږخلک  دي ټول غریبان فقیران

 یوازې یې موږ  مشهوره مارکه پکار ده

زموږ ډیر خلک دي ډیرعالمان زیرکان

خو  چي کله وروته راوړو ډوډۍ وایي

موږ حلال شیان خوریو یو مسلمانان

شراب  څښي خو ډوډۍ حلاله غواړي

دا سې دي ځینې ښه  افغانان تجاران

 دا وطن به  څرنګه او څوک آباد کړي

 چې تر صفر لاندې یخ نیولي لري وجدان

ددنیا ټول تاریخ تیر او بدل شیان افغان خوري

ځکه ځینې بې  ایمان دي ځیني ذره نه لري وجدان

 خره مو ټول له یو سره اکتونه کوي د زمري

 ټول خالي ګډوان  ځانونه هینداره کې ویني  خټکیان

 هر یو لمونځ کوي روژه نیسي عمرې او حجونه کوي

چې وس لري لکه غواوي څټي خلک لکه خوسیان

په دې وطن کې دچا نه ګیله وکړو له چا نه ګیله

دا ولي ځیني افغانان پلورلي  په ډالرو خپل وجدان